د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه انسان ضد او د جرم ښکاره بېلګه ده

24 نوومبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه انسان ضد او د جرم ښکاره بېلګه ده

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

«د افغان ښځو د حرکت شبکې» غړو د نوامبر ۲۵ مه، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سیاستونه «انسان ضد او د جنایت ښکاره بېلګه» بللې ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د لیندۍ ۳ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو د طالبانو سخت محدودیتونه په کلکه غندلي دي.

د دې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په چوپتیا، جوړجاړي او تشریفاتي بیانیو نه شي درېدای، تاوتریخوالی د انساني کرامت په وړاندې جنایت او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

معترضو ښځو لیکلي دي: «طالبانو نن په افغانستان کې د جنسیتي توپير تحمیلول، له زده کړې، کار، آزادۍ او په ټولنه کې د شتون څخه د ښځو محرومول، په رسمي سیاست او د ښځو د ځپلو په توکو بدل کړي دي.»

دوی «پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بې عملي» غندلې او له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
معترضو ښځو د یو شمېر هېوادونو له خوا د طالبانو سره د اړیکو ټینګولو په اړه ویلي، هغه دولتونه چې له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو لپاره هڅې کوي، ځان د ښځو د حقونو مدافع نه شي معرفي کولی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: د نړۍ یو په درېیمه ښځو او نجونو فزیکي او جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی

معترضې ښځې: د طالبانو واکمنۍ کې ښځې او نجونو له سازمان شوي او هدفي تاوتریخوالي سره مخ دي

د «افغان ښځو د حرکت شبکې» غړو ټینګار کړی، «هېڅ سیاسي مصلحت، هېڅ دیپلوماتیکه معامله او هېڅ اقتصادي منفعت، نه شي کولی د افغان ښځو د حقونو او آزادۍ د قرباني کولو توجیه و اوسي.»

دوی له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ټولو دولتونو غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو سیاست ته پای ورکړي او جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

همدارنګه معترضو ښځو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې افغانستان کې د ښځو په وړاندې د جنایت عاملانو د ځواب ویونکي کولو لپاره عملي اقدام وکړي.

اړوندې لیکنې

د ښوونځي وروستۍ زنګ، زموږ په کړاو سترګې پټول (۱۱)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، زموږ په کړاو سترګې پټول (۱۱)

24 نوومبر 2026
بدخشان کې د چاودېدونکو توکو چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

بدخشان کې د چاودېدونکو توکو چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

24 نوومبر 2026
غور کې د یوې ښځې وحشیانه وژنه، د هغې جسد ټوټې کړای شوی
خبر

غور کې د یوې ښځې وحشیانه وژنه، د هغې جسد ټوټې کړای شوی

23 نوومبر 2026
فوزیه کوفي: د طالبانو نظام کې ښځې ګدايي کولی شي خو درس نه شي ویلی
خبر

فوزیه کوفي: د طالبانو نظام کې ښځې ګدايي کولی شي خو درس نه شي ویلی

23 نوومبر 2026
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان په رسمیت نه پېژنو
خبر

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان په رسمیت نه پېژنو

23 نوومبر 2026
هرات کې په مرموزه ډول د یوې وژل شوې نجلۍ جسد موندل شوی
خبر

طالبانو هرات کې د انځوریزه کتابونو تدریس او د ښوونیو ویډیوګانو خپرول بند کړل

23 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه