د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونو افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو اړتیا روښانه کړې

24 نوومبر 2026
معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونو افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو اړتیا روښانه کړې

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغان ښځو د اعتراضي غورځنګونو خپلواک ائتلاف»، د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ» او د «ښځو د همت شبکې» غورځنګونو غړو د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه په کلکه وغندل.

رخشانه: د دې دریو اعتراضي غورځنګونو غړو نن (سه شنبې د لیندۍ ۳ مه) په جلا اعلامیو کې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه «سازمان شوی تاوتریخوالی او سیستماتیک تبعیض» بللی دی.

دوی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه غندلي وايي، د هغوی په وړاندې محدودیتونه د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو بېلګه ده.

د دغو غورځنګو غړو ویلي، د ښځو او نجونو نیول، جبري ودونه او د ژوند له عمومي اړخونو د ښځو حذفول، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د یادو اعتراضي غورځنګونو غړو ټینګار کړی، هېڅ سیاسي قدرت نه شي کولي له خپلو اساسي حقونو د ښځو محرومول توجیه کړي.

دوی زیاته کړې، هېڅ سیاسي ډله یا مرجع حق نه لري، د دین، کلتور یا دود په نوم، د ښځو آزادي، کرامت او اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي.

معترضو ښځو په هېواد کې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو د طالبانو د ټولو پراخو لګول شویو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

همدارنګه دوی، هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازو د ژر تر ژره پرانستو باندې هم ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه انسان ضد او د جرم ښکاره بېلګه ده

ملګري ملتونه: د نړۍ یو په درېیمه ښځو او نجونو فزیکي او جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغان ښځو د حقونو په وړاندې د پراخو سرغړونو په اړه چوپ پاتې نه شي.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د ښځو محرومول د جوړښتي تاوتریخوالي بېلګه ده
خبر

معترضې ښځې: د طالبانو واکمنۍ کې ښځې او نجونو له سازمان شوي او هدفي تاوتریخوالي سره مخ دي

24 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، زموږ په کړاو سترګې پټول (۱۱)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، زموږ په کړاو سترګې پټول (۱۱)

24 نوومبر 2026
بدخشان کې د چاودېدونکو توکو چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

بدخشان کې د چاودېدونکو توکو چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

24 نوومبر 2026
غور کې د یوې ښځې وحشیانه وژنه، د هغې جسد ټوټې کړای شوی
خبر

غور کې د یوې ښځې وحشیانه وژنه، د هغې جسد ټوټې کړای شوی

23 نوومبر 2026
فوزیه کوفي: د طالبانو نظام کې ښځې ګدايي کولی شي خو درس نه شي ویلی
خبر

فوزیه کوفي: د طالبانو نظام کې ښځې ګدايي کولی شي خو درس نه شي ویلی

23 نوومبر 2026
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان په رسمیت نه پېژنو
خبر

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان په رسمیت نه پېژنو

23 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه