د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په بامیانو کې چوپ ناورین: د ککړو اوبو څخه د پښتورګو د تیږو ناروغۍ زیاتوالی

24 جولای 2025
په بامیانو کې چوپ ناورین: د ککړو اوبو څخه د پښتورګو د تیږو ناروغۍ زیاتوالی

Photo: Bamyan Provincial Hospital

له بامیانو سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د پوښتورګو او مثانې ناروغۍ په بېسارې ډول زیاتې شوې چې ډېری برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

د پښتورګو او مثانې تیږې د ادرار د لارې یوه عامه ناروغي ده چې په پښتورګو کې د تیږو یا معدني زیرمو د جوړیدو له امله رامنځته کېږي. په اړخ او شا کې شدید درد د دې ناروغۍ یو له اصلي نښو دی. ویل کېږي چې په بامیان کې د پښتورګو او مثانې تیږو د زیاتوالي اصلي عامل د څښاک ککړې اوبه دي.

یوه مسؤل کارپوه چې د بامیانو د ځمکې لاندې اوبو په اړه یې څېړنه کړې، رخشانې رسنۍ ته په دې شرط چې هویت یې پټ وساتل شي و ویل:«هغه څېړنه چې موږ په مرکزي بامیانو کې د څښاک د اوبو شبکو په اړه ترسره کړې، ښیي چې د کیمیاوي پلوه په بامیانو کې د ځمکې لاندې اوبه عموما سختې اوبه دي، او په هغې کې د کلسیم او مګنیزیم کچه د روغتیا نړیوال سازمان له ټاکل شوي معیارونو څخه لوړه ده.»

دغه کارپوه چې په دې راپور کې د انجینر متین په مستعار نوم یاد شوی وویل، په ځینو ځایونو کې د بامیان د ځمکې لاندې اوبو کې بیولوژیکي ککړتیا هم شتون لري، کوم چې کېدای شي د فاضله موادو جذبونکي څاګانو او کرنیزو اوبو څخه چې کیمیاوي سرې ورسره ګډې شوې دي رامنځ ته شوې وي.

ښاغلي متین زیاته کړې، د دوی په ادارې پورې اړوند د متخصصینو یوه ډله، چې د طالبانو د اوبو د مدیریت له ریاست سره یې د بامیان ښار د څښاک د اوبو د کیفیت د ارزونې لپاره کار کړی، دې پایلې ته رسېدلي چې د بامیان ښار د څښاک د اوبو لپاره باید یوه نوې حل لاره وموندل شي.

هغه ویلي چې د دې اوبو دوامداره کارول د پوستکي، هاضمې او پښتورګو ناروغۍ رامنځته کوي، چې د پټ ناورین حیثیت لري«له بده مرغه، سیمه ایز حکومت چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د دې وضعیت د بدلولو لپاره هیڅ اقدام نه کوي. پداسې حال کې چې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي، د حفظ الصحې شرایطو د ښه کولو او خوندي اوبو چمتو کولو لپاره هېڅ پلان نشته.

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې په بامیان کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې ادارو سره د دې موضوع په اړه پوښتنې وکړي او دا هم روښانه نه ده چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو اصلي شمېر څومره دی. په هرصورت په ښار کې لږترلږه دریو روغتیایی سرچینو تایید کړې، چې د پښتورګو او مثانې د تیږو ناروغانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په دې راپور کې د مرکې شویو ډاکټرانو نومونه مستعار دي.

سعید صفري چې په بامیان کې د یوه روغتیايي مرکز ډاکټر او مشر دی، وویل په تیرو څلورو میاشتو کې یې ۵۰ هغه کسان کتلي، چې د پښتورګو د تیږو او د ادرار لارې ستونزې یې درلودې. دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي صفري په وینا ډېری ناروغان د اقتصادي ستونزو له امله د معایناتو په ځانګړې توګه د الټرساوند یا تلوېزیوني معایناتو توان نه لري«ډېری ناروغانو ته چې کله وایو تاسې تلوېزیوني معایناتو ته اړتیا لرۍ، دوی وايي ډاکتر صیب پیسې نه لرو، که تشخیص یې کېږي همداسې راته و وایۍ که نه خیر د خپلې ستونزې له معلومولو تېر یو.»

۵۱ کلن ډاکتر اسلم موسوي هم چې په بامیان ولایت کې د یوه روغتیايي مرکز مسوول او ډاکتر له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې د هغه شمېرو او ارقامو پر بسټ چې دوی ورسره هره ورځ مخ وي و ویل، چې په بامیان ولایت کې دغه ناروغي بې مخینې زیاته شوې ده.

هغه وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې د پښتورګو انتاناتو او مثانې تیږو د ۲۰۰ څخه ډېر ناروغان ثبت کړي دي: «موږ د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پدې څانګه کې له ۱۳۰ څخه کم ناروغان ثبت کړي وو، مګر احصایې د ۳۰ سلنې څخه ډېر زیاتوالی ښیې.»

د ډاکټر موسوي په وینا، د دې ډول ناروغیو اصلي لامل ککړې اوبه او غیر صحي تغذیه ده.

په ورته وخت کې ۳۵ کلن ډاکتر صابر صمیمي چې د یوه روغتیايي مرکز مسوول هم دی و ویل«له بده مرغه یو له هغو عامو او دایمي ناروغیو چې د بامیان خلک ترې رنځ وړي د پښتورګو تیږې او چرک ناروغي ده، موږ له دې سیمې په دوامداره توګه د یادې ناروغۍ ناروغان لرو، مګر په وروستیو کلونو کې دا ناروغۍ زیاتې شوې … څرنګه چې د بامیان ښار کې د څښاک اوبه ککړې دي، نو دا ناروغان د درملنې اخیستو سره سره لاهم په خپل حالت کې ډیر ښه والی نه ویني، ځکه د ناروغۍ سرچینه، چې ککړې اوبه دي، لاهم شتون لري.»

درد او بې وسۍ

د بامیان په بېوزله او محرومو مرکزي کلیو کې چې شین اسمان او شنه ځکه ښکاري د اوسېدونکو ژوند یې له ننګونو ډک دی، پاکو اوبو ته لاسرسی د دوی یوه له ننګونو څخه ده. هغه خلک چې پوهېږي اوبه ککړې دي، خو څه وکړي له کارولو پرته یې بله لار نه لري.

لکه په (مستعار نوم) ۵۳ کلنه فاطمه چې په ستومانه څېره او له اندېښنو ډکو سترګو خپله ستونزه څه داسې بیانوي:«دوه کاله کیږي چې پښتورګو مې ډبرې پیدا کړې، په لومړيو کې مې چپ بډوډي درد کاوه، کله چې روغتون ته لاړم، هغوی ویل تلویزیون معاینه وکړه او ویې ویل چې زما چپ پښتورګي کې ۹ ملی متره ډبره ده. تیر کال مې ښي بډوډي هم درد پیل کړ، کله مې چې بیا معاینه وکړه، دوی وویل چې زما دا بډوډی هم چرک لري او ډاکټر وايي که ژر یې درملنه ونه شي، نو دا به هم په ډبره بدله شي.»

فاطمه وايي، ډېری کسان چې دا یې پېژني د بډوډو له درد څخه شکایت لري«هر ځل چې روغتون ته ځم ډاکتر وايي، چې ته باید درمل وخورې، خو زه دا توان نه لرم چې درمل واخلم، څو ځلې مې چې درمل اخیستي، نیم مې اخیستې ځکه د ټولو پیسې مې نه درلودې.»

د فاطمې ګاونډۍ ۳۳ کلنه ښځه ده چې ورته ستونزه لري، (مستعار نوم) یې زینب دی او رخشانې رسنۍ ته یې و ویل«کله چې روغتون ته ځم او خپله ستونزه ورته وایم، اول رانه پوښتنه کوي، چې د کوم ځای یې، کله چې ورته وایم د سنګ چسپان یم، وايي ستا ستونزه روښانه ده، خامخا د ګردو تیږه لرې ځکه دغه سیمه او اوبه یې خرابې دي.»

د «سنګ چسپان« کلی د بامیانو ښار په شمال لوېدیځه څنډه کې پروت دی، چې اوسېدونکي یې د بامیانو د بل هر ځای په پرتله بېوزله دي. د خلکو په وینا د دغه ځای د څښاک اوبه له نېږدې رود نه چې د«تی بتي رودخانې» په نوم یادېږي برابرېږي، چې ډېر منګ لري.

زینب وايي، چې د دې په ګډون یې په کورنۍ کې پنځه تنه نور هم د بډوډو د تیږي او چرک په ناروغۍ اخته دي«تر کله مې چې درمل خوړل د بډوډو درد مې کم و، خو له کله مې چې درمل خلاص شوي درد یې نور هم زیات شوی دی، ډاکتر راته وايي، که د درملو د اخیستو توان نه لرې نو لږ تر لږه ورزش خو کوه، په دې وخت کې نو څوک ورزش کولی شي، موږ که له درده مړې هم شو ورش نه شو کولی.»

په «مستعار نوم» ظاهره په یوه بل کلي کې ژوند کوي، د فاطمې او زینب له کلي لرې کلي کې خو په یوه ډول درد سره«ما تېر کال خبلې ګردې معاینه کړې ۸ میلي ډبره یې درلوده، که څه درمل مې هم خوړلي او هېڅ وخت مې له جوش کړو اوبو پرته بل څه نه دي څښلي خو سږ کال مې چې بیا ګردې چک کړې ډبره یې ۱۱ ملي شوې ده.»

په دې اړه نور ولولئ...

«هره ښځه یوه کیسه لري» کمپاین، نړۍ ته د افغان ښځو د غږ رسولو هڅه

د هر دروازې تر شا، د درد کیسه، کلیو کې له کور په کور درملنې د یوې ښځینه ډاکترې لید لوری

د بامیانو اوسېدونکي وايي، دوی معمولآ جوش کړې اوبه کاروي، د روغتیايي کارپوهانو لنډه حل لا هم همدا ده.

ظاهره هم د نورو ډېرو ښځو په شان چې د بډوډو تیږې لري د زیاتې بېوزلی له امله نه ده توانېدلې، چې په منظم ډول درمل وخوري«زما اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی چې هره میاشت درمل واخلم، کله یې اخلم او کله نه خو چې درمل منظم ونه خوړل شي کله نتیجه ورکوي.»

په بامیانو ښار او شاوخوا سیمو کې د څښاک ډېری اوبه د خلکو په نوښت د جوړو شویو سیمه ییزو اوبو رسولو شبکو له لارې چمتو کېږي، دا اوبه پرته له کوم چاڼ یا فلټر کولو مستقیم د خلکو کورونو ته رسېږي. په «مستعار نوم» د بامیانو اوسېدونکی محمد حسن و ویل« ټول هغه څاګانې چې زموږ د څښاک اوبه ترې نل ته وړل شوې، په ښکته برخه کې موقعیت لري او ځینې وايي چې د جذب څاګانو ککړتیا احتمال لري چې زموږ د څښاک اوبه اغېزمنې کړي.»

اړوندې لیکنې

د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره
دسته‌بندی نشده

د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره

8 جولای 2026
په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟
دسته‌بندی نشده

په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟

7 جولای 2026
بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه
دسته‌بندی نشده

بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه

4 جولای 2026
ماین یې درې زامن یو ځای ووژل، هغه نورو ماشومانو ته د ژغورنې پیغام شوه
دسته‌بندی نشده

ماین یې درې زامن یو ځای ووژل، هغه نورو ماشومانو ته د ژغورنې پیغام شوه

2 جولای 2026
د ماشومتوب واده قرباتي، «خپله لا وړه وم چې مور شوم»
دسته‌بندی نشده

د ماشومتوب واده قرباتي، «خپله لا وړه وم چې مور شوم»

26 جون 2026
په یوه ورځ د لور ورکېدل او د پلار مړینه، د لوبغاړې لور له نیول کېدو یوه میاشت بې خبري
دسته‌بندی نشده

په یوه ورځ د لور ورکېدل او د پلار مړینه، د لوبغاړې لور له نیول کېدو یوه میاشت بې خبري

24 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه