غزال محمدي
د طالبانو له بیا واکمنېدو میاشت وروسته، «ګلالۍ کریمي» د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته مخامخ کېناسته او هغه یې وننګاوه: «د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو دریځ څه دی، جبري دی، که د ښځو په خوښه؟ په اسلام کې چادري (برقع) نشته ده»
دا مرکه چې له شمشاد تلوېزیون څخه خپرېده، د خپلې خوښې جامې یې پر تن وې. د ګلالۍ په وینا، د مرکې له خپرېدو وروسته، د طالبانو استخباراتي مامورینو په وار وار د شمشاد دفتر ته مراجعه وکړه او د دې پوښتنه یې کوله: «د طالبانو استخبارات تلوېزیون ته راتلل او پوښتنه یې کوله، دا نجلۍ چېرې ده، موږ غواړو له هغې سره خبرې وکړو.»
دا راپور کې د هغې نجلۍ کیسه ده، چې په ۱۳ کلنۍ کې یې په زابل کې، هغه ځای چې هېڅ نجلۍ هلته په رسنیو کې کار نه کاوه، په رسنۍ راڅرګنده شوه. د دې په اند د ویندویۍ سره د ګلالۍ کریمي لېوالتیا د کورنۍ او خلکو له سلګونو ناخوښیو تېره شوې او هغه یې له زابل و کندهار او له کندهاره و کابل ته وشړله، خو له کاره لاس په سر نه شوه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ګلالۍ کریمي اړ شوه خپل کار پرېږدي او له افغانستان څخه ووځي. ګلالۍ نن په فرانسه کې یوه لوبغاړې ده او وايي په یوه داسې پروژه کار کوي، چې د خپل ژوند کیسه یې ده.
د افغانستان په رسنیو کې په کار له بوختو هر پنځو ښځو څلورو هغو یې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دریو میاشتو کې خپل کار له لاسه ورکړ.
دې ډلې د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۳۰ مه په یوه ۹ مادیزه لارښود کې د انځوریزه رسنیو له مسوولینو وغوښتل، چې ښځینه ویاندویانې باید د اسلامي حجاب سره د تلوېزیون په پرده راښکاره شي.
ګلالۍ کریمي د زابل ولایت په کلات ښار کې نړۍ ته راغلې. په ۱۳ کلنۍ کې یې په یوه سیمه ییزه رسنۍ کې د ماشومانو پروګرامونه مخ ته وړل، خو ان همدا کار په هغه وخت کې ورته بې سرخوږي نه وو. «هغه مهال په زابل کې یوازینۍ نجلۍ وم چې په رسنۍ کې مې کار کاوه، خو کورنۍ مې زما په خاطر اخطار تر لاسه کړ، ځکه ګاونډیان او عام خلک د ما له کار کولو خوښ نه و او دا د دې لامل شو، چې زه له خپلې مور سره یو ځای زابل پرېږدم، او کندهار کې د خپلې خاله کره لاړه شم.»
ګلالۍ په کندهار کې دوولسم ټولګی پای ته ورساوه او په هېواد رسنۍ کې یې کار پیل کړ، خو سرخوږیو یې هم دوام پیدا کړ. «په کندهار کې هم خبرداري زیات وو، مور مې ډېره و وېرېده، چې وروسته له کندهاره هم را و وتو او کابل لور ته لاړو. ما په کال کې د امنیتي ګواښونو له امله یو څه موده په کور کې خوندي ژوند کاوه او په همغه وخت کې مې پوهنتون پیل کړ.»
ګلالۍ په کابل کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې زده کړې وکړې او په آریانا، شمشاد او لمر تلوېزیونونو کې یې تفریحي او سپورتي برنامې وچلولې. په همدې دوره کې یې له مجاهد سره مرکه یې تر ټولو ښکاره کاري تجربه ده.
کله چې په افغانستان کې هم وه په سینما کې یې تجربه درلوده. هغې د پښتو ژبې «په خوشحالۍ کې غم» سریال کې، چې په ۱۴۰۰ کال کې له شمشاد تلوېزیون څخه خپور شو، د هغې ځوانۍ نجلۍ رول ولوباوه، چې کورنۍ یې د طویانې د غوره کولو حق ترې واخیست.

د ګلالۍ په وینا، پلار یې په سیمنا کې له فعالیت سره مخال وو او هغې دا رول د پلار له خبرولو پرته ولوباوه.
طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم په رسنیو کې د ښځو د شتون لپاره دنده وټاکله. د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۳۰ مه د طالبانو امربالمعروف وزارت په یوه لارښوونه کې له انځوریزه رسنیو وغوښتل، هغه سریالونه او ډرامې خپرې نه کړي، چې په هغو کې ښځو رول لوبولی وي او ښځینه ویاندویانې دې په اسلامي حجاب کې په پرده راښکاره شي. د ۱۴۰۱ کال په غوايي میاشت کې یې د ماسک اغوستل هم پرې جبري کړل.
د بشري حقونو څار ډلې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې په یوه راپور کې ویلي، اوس په یو شمېر ولایتونو کې هېڅ یوه ښځه هم په رسنیو کې کار نه کوي او په نورو ولایتونو کې هم ښځینه خبریالانې کولی شي یوازې له کوره کار وکړي.
ګلالۍ و ویل: «زما په وړاندې د طالبانو ګواښونه له ۲۰۱۵ کال راهیسې په زابل او کندهار کې پیل شول. واک د طالبانو په رسېدو سره مې وېره او اندېښنې څو برابره شوې. ګواښوونکي پیغامونه او اړیکې مې تر لاسه کولې او تر څار لاندې وم. دې وضعیت له کابل او افغانستان څخه زما د وتو تر وروستۍ ورځې پورې دوام درلود.»
ګلالۍ د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې افغانستان پرېښود او قطر ته لاړه. هغې د بازیګرۍ زده کړې ته مخه کړه او په سیما او موډلېنګ کې یې خپل فعالیت پیل کړ.
د ګلالۍ په وینا تر اوسه یې په څلورو فرانسوي فلمونو کې رول لوبولی او په دوه او درې میاشتنو پروژو کې یې شتون درلود. هغه وايي، اوس په هالیووډ کې په یوه داسې پروژه کار کوي، چې ټاکل شوې د دې د ژوند کیسه انځور کړي.
دې و ویل: «ما په څلورو فلمونو «Ma fille des femmes»، «Clochette de Kabul»، «C’est moi» او «Amour» کې رول لوبولی دی.»
نوموړې زیاتوي، په پیل کې فرانسوي سینما ته ننوتل ورته ستونزمن وو: «د فرانسې سینما ته زما ننوتل ستونزمن وو. د تلفظ او فرانسوي لهجې د کمزورتیا له امله مې په ګڼو فلمونو کې د لوبېدو فرصتونه له لاسه ورکړل. په پیل کې مې د فرانسوي ژبې په دورو کې ګډون وکړ او وروسته د Cours Florent سینمايي ښوونځي ته داخله شوم، خو د زده کړو د لوړ لګښت له امله مې یوازې یو کال هلته زده کړې وکړې. په دې موده کې مې فرانسوي ژبې او د لیکلو مهارت پرمختګ وکړ او وتوانېدم په سینما کې پراخې اړیکې جوړې کړم.»
په هالیووډ سیمنا کې د بازیګرۍ تر څنګ ګلالۍ، د موډلېنګ په لنډمهاله پروژو کې هم فعالیت لري. د فېشن شو پلېټ فارم کې چې د هغې د پرېډ کومې ویډیوګانې په خوله رسنیو خپرې شوې، د افغان کاروونکو له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ دي. ځینو کاروونکو په ځانګړې توګه د هغې د جامې په اړه په نوموړې نیوکې کړې دي.
ګلالۍ وايي، دا نیوکې یې پر تصمیم کوم اغېز نه لري: «د خلکو غبرګونونه زیات وو. تر ډېره د لوی کندهار خلکو ما ته ښه نه ویل او منفي کمېنټونه یې راکول. کله چې زه خپل هنري فعالیتونه مخ ته وړم او جامې مې زیاتې ازادې دي، دا راته مهمه نه ده او زه هم هغوی ته کوم غبرګون نه لرم.»
دا وايي، کورنۍ یې په پیل کې له فعالیت سره موافقه نه وه، خو هېڅ کله د دې د کار په وړاندې خنډ نه شوه: «په کور کې، ډېر مې مور او وروڼو زه وهڅولم او دا چې د کورنۍ تر ټولو کشره غړې وم، هېڅ یوه زه ناهیلې نه کړم او ویل یې احتیاط کوه. په دې ټولنه کې څه چې ته کوې، په هغو نه پوهېږي او ستونزه جوړوي.»
د طالبانو د امربالمعروف قانون چې د ۱۴۰۳ کال په زمري کې نافذ شو، د ښځو غږ «عورت» بولي. یعنې ښځه نه باید په عام محضر کې سندره و وايي یا په لوړ غږ خبرې وکړي او په رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرول هم بند دي. د هغې نجلۍ لپاره چې د ۱۳ کلنۍ نه یې له غږ او انځور سره ژوند کړی، دا قانون یعنې مسلک یې نور په خپل هېود کې ځای نه لري.
ګلالۍ اوس په فرانسه کې د خپلو هیلو لپاره هڅې کوي، خو وايي د افغان نجونو په اړه اندېښمنه ده. هغه نجونې، چې له زده کړو محرومې دي او د دې په وینا، بالاخره واده کولو ته اړ کېږي.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې له لومړنۍ دورې وروسته، پرې په نجونو او ښځو زده کړې رسمآ بندې شوې دي او د یونسکو اټکلونه څرګندوي، چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي.
د دې وضعیت لیدل د هغې نجلۍ لپاره چې اوس خپلواکه ژوند او هڅې کوي، آسانه نه دی. «زه ډېره جګرخونه کېږم، ځکه موږ ټول انسانان یو، موږ ټول زده کړو ته پرمختګ او ښه ژوند ته اړتیا لرو. موږ اته خویندې یو. اتو واړو ودونه کړي، هره خور مې کابو پنځه، شپږ لورګانې لري او لوڼې یې اوس مهال درس ته نه ځي، په کور دي او بالاخره واده به کوي او بچیان به زېږوي. دا مې ډېره ځوروي او ډېره زیاته ناارمه کېږم.»
نوموړې چې د حجاب په اړه د طالبانو اصلي ویاند وننګاوه وايي: «اصلآ دا نه زموږ کلتور دی او نه هم د افغانستان او نه یې هم منو، خو ستونزه دا ده، چې افغانستان کې خلک تر زور لاندې دي او زور یې په ښځو رسېدلی او پلی کوي یې.»
هغې د طالبانو واکمنۍ د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه مطلقه تیاره تعریف کړې. «باید په وړاندې یې ودرېږو او مبارزه ورسره وکړو.»







