د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانۍ محصله د تربت جام زندان ته ولېږدول شوه

29 جولای 2025
افغانۍ محصله د تربت جام زندان ته ولېږدول شوه

د افغان محصلې سارا ګوهري ایرانی مدافع وکیل رضا شفاخواه ویلي، هغه د مشهد استخباراتو د «انفرادي نیونې» ادارې څخه د تربت جام زندان ته لېږدول شوې ده.

رخشانه: ښاغلي شفاخوا نن (یکشنبې د زمري ۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره ویلي، اغلې ګوهري د تربت جام له زندان څخه د ده سره اړیکې نیولې ده.

دغه مدافع وکیل لیکلي، د سارا ګوهري د تور دوسیه «د نظام پر وړاندې د پروپاګند تر سرلیک لاندې د تایباد ولسوالۍ د څارنوالۍ په دفتر کې روانه ده.»

۲۹ کلنه سارا ګوهري چې تهران پوهنتون کې د ټولنپوهنې پوهنځۍ محصله ده، څه موده وړاندې یې لیکلي وو، غواړي د ایران څخه په ډلیزه توګه د ایستل کېدوونکو افغان کډوالو د ایستنې د شرایطو په اړه د څېړنو او پلټنو لپاره تایباد ولسوالۍ پولې ته ولاړه شي.

دغه افغان محصله د چنګاښ په ۱۵ مه نېټه د ایران د استخباراتو وزارت د مامورینو له خوا د تایباد په پوله ونیول شوه او نامعلوم ځای ته ولېږدول شوه.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

مخکې له دې د ښځو او بشري حقونو ډلو د ایران له حکومته غوښتي وو، چې سارا ګوهري ژر تر ژره خوشې او د هغې د وضعیت او ځای په اړه په روښانه او دقیقه توګه د نوموړې کورنۍ ته معلومات ورکړي.

د سارا ګوهري نیولو په خواله رسنیو د غبرګونونو څپه له ځان سره درلوده، د خواله رسنیو کاروونکو د «سارا ګوهري چېرته ده» تر نوم لاندې کمپاین پیل کړ او د ایران د دولت څخه یې د هغې د خوشي کولو غوښتنه کوله.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه