د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي

22 نوومبر 2026
معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي

انځور: رخشانې رسنۍ ته له رالېږل شوې ویډیو اسکرین شاټ

په «جلاوطنې کې د افغان ښځو غورځنګ» غړو د نوامبر د ۲۵ مې «د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې» په درشل کې ویلي، افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه بیانیه کې لیکلي دي، «د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ» د تاوتریخوالي، ځپلو، وژنو، تبعیض او له تر ټولو لومړنیو انساني حقونو د محرومیت د کلونو یادونکي دي.

په «جلاوطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ» غړو په بیانیه کې راغلي، افغان ښځې د زده کړو، کار، فردي او ټولنیزو آزادیو په محرومیت سره، له جبري ودونو، کورني او جوړښتي تاوتریخوالي سره مخ دي.

بیانیه کې راوړل شوي: «د تېرو کلونو هدفي وژنو، چاودنو او خوړنيو بریدونو د افغانستان د ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او زیان مننونکو ټولنو پر بدن ژور ټپونه ایښي دي.»

د معترضو ښځو په وینا، په ګاونډیو هېوادونو کې هم افغان کډواله ښځې د کډولۍ، بېوزلۍ، بې سرپنايۍ، د جبري ایستلو له ګواښ، روغتیايي او د زده کړو خدماتو ته له کم لاسرسي او حقوقي ملاتړ پرته شرایطو کې ژوند کوي.

په «جلاوطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ» له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو، دولتونو او د ښځو د حقونو له مدافع سازمانونو غوښتي، چې د افغان ښځو د حقونو په وړاندې د پراخو سرغړونو په وړاندې چوپ پاتې نه شي.

په دې اړه نور ولولئ...

د یوې ښځینه خبریالې په اړه مستند هسپانیه کې د «جنسیتي برابرۍ» جایزه واخیسته

د هزاره ګانو د نسل وژنې اړوند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان ته وړاندې شول

همدارنګه دوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د تاوتریخوالي د درولو او د بشري حقونو د سرغړونو د ځواب وینې لپاره عملي اقدامات تر سره کړي.

دغه راز معترضو ښځو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ښځو په ملاتړ هم ټيڼګار کړی او افغانستان ته یې د هغوی د جبري نه ایستلو او نه ستنولو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي
خبر

معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي

21 نوومبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی
خبر

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی

21 نوومبر 2026
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

21 نوومبر 2026
افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې
خبر

افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې

20 نوومبر 2026
بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی
خبر

بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی

20 نوومبر 2026
معترضې ښځې د «ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې ۱۶ ورځنۍ ګډ کمپاین» پیلوي
خبر

معترضې ښځې د «ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې ۱۶ ورځنۍ ګډ کمپاین» پیلوي

19 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه