د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په تېرو څو اونیو کې لږ تر لږه ۷ خبریالان او د رسنیزفعالان په دوه  ولایتونو کې نیولي

29 جولای 2025
طالبانو په تېرو څو اونیو کې لږ تر لږه ۷ خبریالان او د رسنیزفعالان په دوه  ولایتونو کې نیولي

عکس: AFP

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) خبر ورکړی، چې په وروستیو څو اوونیو کې لږ تر لږه ۷ تنه خبریالان او رسنیز فعالان د طالبانو له خوا په کابل او یوه بل ولایت کې نیول شوي او کاري توکي یې ترې اخیستي دي.

رخشانه: د خبریالانو مرکز تېره ورځ ناوخته(دوشنبې د زمري ۶ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د رسنیو د آزادۍ د ځپلو په شدت، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو په نیولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې راغلي، دغه اووه تنه د طالبانو د استخباراتو او امربالمعروف ځواکونو له خوا په کابل او یوه بل ولایت کې نیول شوي، خو یاد مرکز د بل ولایت نوم نه دی اخیستی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکلي، یو خبریال د چنګاښ په ۶ مه په یوه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په دې تور چې ګواکي د طالبانو د پالیسۍ خلاف راپورونه یې چمتو کول نیول شوی او دوه ورځې وروسته په ضمانت خوشی شوی وو.

یاد مرکز دغه راز لیکلي، د طالبانو استخباراتي او د امربالمعروف ځواکونو د چنګاښ په ۲۴ مه د «پیکسل» په نوم رسنیز شرکت په دفتر چاپه وهلې، د دغه شرکت رییس نوید احمد اصغري او د هغه مرستیال مشتاق احمد حلیمي یې نیولي او کاري توکي یې ترې ضبط کړي دي.

د خبریالانو د مرکز په وینا، یو تن بیا د کابل په کارته سه سیمه کې د بهرنیو رسنیو د ویب پاڼو د ډیزاین او د دې ویب پاڼو لپاره د تخنیکي ملاتړ په تور د طالب استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

دغه راز د خبریالانو مرکز زیاته کړې، یو خبریال او دوه رسنیز فعالان بیا د تېرې اوونۍ د پنشنبې (زمري ۲ مه) د هېواد په یوه ولایت کې د نجونو لپاره د دوريي زده کړو برابرولو په تور د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي او کاري توکي یې ترې اخیستي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د امنیتي ننګونو له امله د طالبانو له خوا د نیول شویو خبریالانو او رسنیزه فعالانو هویت، د پېښو د څرنګوالي او د هغوی د قضیو جزیات نه شي خپرولی.

یاد مرکز د احمد نوید اصغري د جبري اعتراف په اړه، چې ځان د «پیکسل» شرکت مدیر راپېژني ویلي«روښانه نه ده چې دا ویډیو څنګه او تر کومو شرایطو لاندې کې اخیستل شوې ده.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه ۷ تنو خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیول کېدل غندلي او له طالبانو یې غوښتي، چې د بیان او رسنیو آزادۍ ته په درناوي، نیول شوي خبریالان، رسنیز فعالان او دغه راز نور خبریالان له زندان څخه خوشي کړي.

یاد مرکز وايي، تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ خبریالان، کار کوونکي او رسنیز فعالان د طالبانو له خوا زنداني شوي دي.

طالبانو په خپله تېره څلور کلنه واکمنۍ کې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو په نیولو سره په هېواد کې د رسنیو فعالیت محدود کړی دی.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه