د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق: د بامیانو د اوسېدونکو په زور کډه کول، د ملکیت د حقونو، اسلامي لارښوونو او ټولنیز عدالت له اصولو ښکاره سرغړونه ده

31 جولای 2025
فایق: د بامیانو د اوسېدونکو په زور کډه کول، د ملکیت د حقونو، اسلامي لارښوونو او ټولنیز عدالت له اصولو ښکاره سرغړونه ده

په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو له لوري د بامیانو ولایت د پنجاب ولسوالۍ د «رشک» له کلي د ۲۵ کورنیو په زور کډه کولو په تړاو وايي، دغه اقدام د ملکیت د حقونو، اسلامي لارښوونو او ټولنیز عدالت له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

رخشانه: ښاغلي فایق نن (چهارشنبې د زمري ۸ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي«د [ طالبانو له خوا] د کوچیانو په ګټه، د بامیانو ولایت د پنجاب ولسوالۍ د اصلي اوسېدونکو په زور کډه کول او د هغوی د کورنو او ځمکو غصبول د اسلام له لارښوونو، ټولنیز عدالت له اصولو او د بشري حقونو په تړاو د نړیوالو ژمنو خلاف عمل دی.»

په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولی سرپرست د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ له څو کلیو او د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ د رشک د کلي اوسېدونکو اجباري بې ځایه کولو ته په اشارې، دغه اقدامات ښکاره ظلم بللی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.

نوموړي ویلي، د اسلامي لارښوونو سره سم چې«مالکیت یې مشروع او تصرف یې منع کړی، هېڅ کس یا ډله ان د دولت په نوم حق نه لري، چې د خلکو کورونه او ځمکې د مشروع محکمو له پرېکړو او د هغې د معادلو بیو له ورکړې پرته په زور ونیسي او نورو ته یې ووېشي.»

فایق د هېواد له وګړو سره، په ځانګړې توګه د کوچیانو د مېشت کولو په تړاو د طالبانو توپیري چلند د عدالت څخه سرغړونه بللې وايي، د طالبانو دغه ګام د قومي درزونو د زیاتېدو، د بې باورۍ د زیاتوالي، د دښمنۍ فضا د پیاوړي کېدو او خلکو د پاشل کېدو سبب شوی دی.

هغه زیاته کړې«دا پرېکړې نه یوازې غیرقانوني او نامشروع دي، بلکې په ټولنه کې کړکېچ، بې ثباتي او شخړې زیاتوي.»

فایق د طالبانو د ویاند دې خبرو ته چې د بامیانو خلکو ته یې د سرپناه جوړولو ژمنه ورکړې وه په اشارې لیکلي، دغه ډله د محرومو خلکو کورونه او ځمکې مصادره کوي.

په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست طالبانو ته په خطاب کې ویلي«که د جوړلو توان نه لرۍ، لږ تر لږه د خلکو کورونه او ځمکې خو مه نیسۍ.»

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

په بامیانو کې سیمه ییزه سرچینو د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶ مه) رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې طالبانو د والي په امر د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ د «رشک پشته غرغري» د کلي ۲۵ تنو کورونه مهر و لاک کړي او د هغو اوسېدونکي یې په زور کډه کړي دي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو پلاوي «د سترې محکمې دوه پرېکړه لیکونه» ونه منل، ۲۵ کورونه یې مهر و لاک کړل، ښخې ماشومان او د خلکو توکي یې په زور له کورونو د باندې وایستل.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه