د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

انځور: Polio Free Afghanistan

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل تازه راپور کې افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د یوې بې مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکړی وايي، په دې سره د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېدې.

رخشانه: دې بنسټ تازه په یوه راپور کې ویلي دي، د روان میلادي کال د اکتوبر تر ۳۰ پورې، افغانستان کې د پولیو ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، اګست میاشت د ۱۸ مورده پېښو په ثبت سره، په دې ویروس د اخته کسانو تر ټولو ډېر شمېر ځان ته ځانګړی کړی دی.

د دې سازمان په وینا، د کور په کور واکسین بندلو، د ښځینه وکسیناتورانو کمښت، د افغانستان په سویل کې د پولیو د پراختیا په اصلي کانون بدل شوی دی.

دا راپور وايي، افغانستان کې د پولیو د ۵۰ مورده مثبتو پېښو څخه، نیمايي هغه یې (۲۵ پېښې) په سویلي ولایتونو کې پېژندل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تېر میلادي کال افغانستان کې په پولیو د اخته کسانو شمېر په ټولیز ډول ۲۱ مورده شوی وو.
د دې سازمان په وینا، روان میلادي کال افغانستان کې د پولیو ویروس ۱۰۹ چاپېریالي پېښې هم ثبت شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

دا محال په هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین د طالبانو د محدودیتونو له امله په جوماتونو او ګڼ مېشتو ځایونو کې تر سره کېږي. له دې وړاندې دا کمپاین کور په کور تر سره کېده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان دا مهال په نړۍ کې په پولیو د اخته کسانو لوړ شمېر لري.

اړوندې لیکنې

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه