افغان رسنیزو فعالانو د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ سره په لیدنه کې ویلي په تېرو پنځو کلونو کې د نړیوالې ټولنې غبرګون، تر ډېره د اعلامیو په صادرولو او د طالبانو د سیاستونو په غندلو راټول وو.
رخشانه: دا ناسته نن (پنشنبې د لړم ۲۱ مه) د بیان د آزادۍ مرکز (FSC) په کوربتوب او د یو شمېر افغان رسنیزو فعالانو په ګډون د کاناډا د «تورنتو» ښار په «کالج مسي» کې جوړه شوې وه.
دې ناسته کې له ریچارد بنسټ سره د طالبانو له لوري د رسنیو د آزادۍ پر محدودیتونو، پر ښځو او نجونو د فشارونو په زیاتوالي او د افغان خبریالانو پر نګونو خبرې اترې وشوې.
د غونډې ګډونوالو د بشري حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو د نجونو د محرومیت پر دوام، پر ښځو د محدودیتونو پر زیاتېدو، او افغانستان کې په تدریجي ډول له ټولنیزو او عمومي برخو د هغوی د حذفولو په اړه اندښنه څرګنده کړه.
هغوی په دې غونده کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو په ملاتړ ټینګار وکړ او د «جنسیتي توپیر» په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د دې غوندې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په تېرو پنځو کلونو کې د ملګرو ملتونو غبرګون تر ډېره د اعلامیو په صادرولو او د طالبانو د سیاستونو په غندلو راټول وو.
د افغان رسنیزو فعالانو په وینا، د نړیوالې ټولنې غبرګون ونه شوای کولی، د افغانستان د بشري حقونو په وضعیت کې محسوس بدلون رامنځ ته کړي.
دوی له بنټ نه وغوښتل، چې د اغېزمونو کړنلاو او د طالبانو د ځواب ویلو برخه کې عملي اقدامات رامنځ ته کولو او د افغان وګړو د اساسي حقونو برخه کې دې لا ډېرې هڅې وشي.
د بیان د آزادۍ مرکز مسوول نجیب اصیل، د خبریالانو د نیول کېدو پر دوام، ګواښونو، په افغانستان کې په رسنیو په لګولو شوي سانسور او محدودیتونو اندېښنه وښوده.
نوموړي افغانستان کې د ننه او په ایران او پاکستان کې د ګډوالو افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې د بیان ازادي، د ښځو حقونو او په افغانستان کې خبریالان د عملي اقداماتو، د نړیوالو بنسټونو لا همغږۍ او د ځواب وینې اغېزمنو کړنلارو ته اړ دي.
د بیان د آزادۍ مرکز د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د خبریالانو، ښځو او







