بامیان او بغلان کې طالب چارواکي وايي، په دې ولایتونو کې د دوه جلا ترافیکي پېښو په ترڅ کې درې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.
رخشانه: بامیانو کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د دې ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي له امله، یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او شپږ مېږې له منځه تللې دي.
دا پېښه پرون مازیګر (جمعه د لړم ۲۲ مه) د مرکز اړوند د «خمکلک» په کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یوه «مازدا» موټر یو ماشوم او شپږ مېږې لاندې کړې.
د دې ماشوم د هویت او عمر په اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه د موټر د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.
په ورته وخت بغلان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د دې ولایت په «ده صلاح» ولسوالۍ کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه هم پرون جمعه د (لړم ۲۲ مه) د ده صلاح ولسوالۍ پر لار د «پل حصار- اندراب» کې رامنځ ته شوې ده.
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې موټر د تخنیکي ستونزو او له یوه پله سره د ټکر له امله سیند ته ولوېد.
بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني ویلي، د دې موټر ټوله سوارلي د یوې کورنۍ غړي وو.
د دې دوو ماشومانو د جنسیت، عمر او هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې جزیات په لاس کې نشته.







