افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړی صندوق (یونیسف) وايي، په دې هېواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.
رخشانه: دې بنسټ پرون ناوخته (چهارشنبېد لړم ۲۰ مه) په خپله اېکس پاڼه په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یونیسف ویلي، شاوخوا ۱.۶۵ میلیونه نور افغان ماشومان هم په بحراني وضعیت کې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق په افغانستان کې په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر «ټګان ورکوونکی» بللی دی.
دې بنسټ پر دوام ټینګار کړي، که بېړنۍ او پایداره بودیجه برابره نه شي، افغانستان کې به د سختې خوارځوکۍ ګواښ لا زیات شي.
یونیسف زیاته کړې، هڅه کوي، چې افغانستان کې زیانمن شوي ماشومان لاسرسی پیدا کړي، تر څو یې څار وشي او د اړتیا وړ درمل تر لاسه کړي.
دې بنسټ په افغانستان کې د ژغورونکو درملیزه خوړو، د تغذیې او روغتیا د خدماتو، پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او کورنیو د معشیت د ملاتړ لپاره د بودیجې د برابرولو او دوام غوښتنه کړې ده.







