د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څلورو بنسټونو د افغان ښځو لپاره د خلکو محکمه پیل کړه

31 جولای 2025
د بشري حقونو څلورو بنسټونو د افغان ښځو لپاره د خلکو محکمه پیل کړه

عکس: AFP

د بشري حقونو د زغم بنسټ اعلان وکړو چې د بشري حقونو د درې نورو بنسټونو سره یې په ګډه د دایمي خلکو محکمې لاندې افغان مېرمنو لپاره لومړۍ د خلکو محکمه پیل کړې ده.

رخشانه: زغم بنسټ نن (پنشنبې د زمري ۹ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د ښځو لپاره د دغه محکمې د پیل خبر ورکړی دی.

د زغم بنسټ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې د «توپيري چلند، ځپنې، زده کړو، کار، ټولنیز ګډون او بنسټیزو آزادیو د محدویت له پراخو څپو سره مخ دي.»

په اعلامیه کې ویل شوي:«دا ګام په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د معافیت سره د مبارزې او د طالبانو د ظلم او جبر د نورمال کېدو مخنیوی شمېرل کېږي.»

د بشري حقونو د زغم بنسټ وايي، د دې محکمې په پیل سره یې« د عدالت غوښتنې او جرمونو په وړاندې د طالبانو ځواب وینې لپاره یوه بله لار» پرانسته.

اعلامیه کې دا هم راغلي، یاده محکمه به د نړیوالو وکیلانو، عدالت غوښتونکو، د تاوتریخوالي شاهدانو او کارپوهانو سره په همکارۍ د روان کال د اکتوبر په لسمه نېټه د هسپانیې په مادرید کې د ښځو پر وړاندې د «طالبانو جنایتونه» وڅېړي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

د اعلامیې له مخې، یاده نړیواله محکمه به په خپلواکه توګه د جنسیت پر بنسټ د «ربړونې» چې د نړیوال قانون له مخې پیژندل شوي جرمونه دي، اسناد او لاسوندونه وارزوي.

د زغم بنسټ دغه راز ویلي، د افغان ښځو او نجونو سخته ځپنه نه یوازې د بشر د نړیوالو حقونو، بلکې د اسلامي لارښوونو سره هم په ټکر کې دي.

د خلکو دا محکمه، د نړیوالو وجداني محکمو، د ویتنام د جنګي جرمونو محکمې او د نسل وژنې قضیو له تاریخي تجربې څخه په الهام اخیستنې د «سیستماتیک تاوتریخوالي او د افغان ښځو هدفمندانه له منځه وړلو» ته د ځواب ویلو په پار جوړه شوې ده.

د خلکو یاده محکمه د بشري حقونو د ادارو (زغم، د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان، د څیړنې او پراختیا بنسټ، او د بشري حقونو د دفاع ټولنې) په همکارۍ ترسره کېږي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه