د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه په دورو وهلي

31 جولای 2025
طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه په دورو وهلي

د طالبانو د سترې محکمې له خوا د اعلان شوې خبرپاڼې پر اساس دغه ډلې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه په پکتیا، کابل، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «غلا، لواطت، نامشروع اړیکې، له واده بهر د جنسي اړیکې، نشه کوونکو ګولیو، شیشې، او چرسو د پېر، پلور قاچاق، او جوارګرۍ» په تور د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

د یکشنې په ورځ (زمري ۵ مه) پکتیا ولایت کې دوه تنه د غلا په تور په عام محضر کې ۳۸ دورې و وهل شول.

دغه کسان د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا په اتو او لس میاشتو تنفذي بند باندې هم محکوم شوي دي.

د سه شنبې ورځ د (زمري ۷ مه) بیا په کابل، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون اته تنه د «لواطت، نامشروع اړیکې، له واده بهر جنسي اړیکې، نشه کوونکو ګولیو، شیشې، او چرسو د پېر، پلور قاچاق، او جوارګرۍ» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، چې کابل کې یې دوه تنه د «لواطت» په تور ۳۹ دورې وهلي دي.

خو دا معلومه نه ده، چې یادو کسانو ته څومره موده بند اورول شوی دی.

یادې محکمې دغه راز زیاته کړې، چې دایکنډي ولایت کې یې یوه مېرمن«د نامشروع اړیکې» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلې ده.

دا ښځه د دایکنډي ولایت د ابتدایه ښاري محکمې له خوا په یوه کال تنفذي بند هم محکومه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بله اعلامیه کې لیکلي، د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې دوه تنه «له واده پرته جنسي اړیکې» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې و وهل.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

معلومه نه ده، چې یادو کسانو ته څومره موده بند سزا اورول شوې ده.

دغه راز یادې محکمې لیکلي، کابل کې بیا درې تنه« د نشه کوونکو ګولیو، شیشې، او چرسو د پېر، پلوراو  قاچاق» په تور، ۱۰ تر۲۰ دورې په عام محضر کې وهل شوي دي.

دا کسان د محکمې د پرېکړې پر اساس له یوه تر دوه کاله او شپږ میاشتو تنفذي بند باندې هم محکوم شوي دي.

نن پنشنبې (د زمري ۹ مه) په کابل کې ۱۳ تنه، د جوارګرۍ، د نشه يي توکو د پېر، پلور، قاچاق، هئروینو او چرسو» په تور په عام محضر کې ۱۰، ۱۵، ۲۵ او ۳۰ دورې ووهل شول.

دغو کسانو ته میر بچه کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې او د کابل د نشه يي توکو د مخنیوي د ابتدايه محکمې د پریکړې پر بنسټ د اتو او دولسو میاشتو بند سزا هم اورول شوې ده.

طالبانو د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د دریو ښځو لس تنه په پنځو ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه