د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د ولسي محکمې د جوړېدو هرکلی وکړ

2 اگست 2025
بنټ د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د ولسي محکمې د جوړېدو هرکلی وکړ

AFP

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بنسټ ځانګړي راپورورونکوکي ریچارډ بنټ ویلي، د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د ولسي محکمې د جوړېدو هرکلی کوي.

رخشانه: ښاغلي بنټ تېره ورځ (جمعه د زمري ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «له دغه ولسي محکمې چې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د خلکو لپاره د ځواب وینې په موخه جوړه شوې ده، هرکلی کوم.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بنسټ ځانګړي راپور ورونکوکي ریچارډ بنټ زیاته کړې:« دا ولسي محاکمه د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو په شهادت تمرکز کوي.«هغه په دوام لیکلي، عدالت کولی شي بېلا بېلې بڼې ولري او «له ټولو توکو د ګټې اخیستنې» کړنلاره باید جامع، پراخ او په پاتې شویو کسانو متمرکز وي.»

دوه ورځې وړاندې د «روادارۍ» یا زغم په نوم د بشري حقونو بنسټ اعلان وکړو، چې د بشري حقونو د درې نورو بنسټونو په همکارۍ یې د افغان ښځو د حقونو څخه د سرغړونې د ارزونې په موخه یوه ولسي محکمه رامنځ ته کړې ده.

د زغم بنسټ د طالبانو له لوري په هېواد کې د ښځو او نجونو په اساسي حقونو او خپلواکیو پراخه محدویتونو ته په اشارې ویلي وو، د دې ولسي محکمې په جوړولو سره یې«د عدالت غوښتنې او د خپلو جنایتونو په اړه د طالبانو ځواب وینې لپاره یوه بله لار پرانسته.»

یاده محکمه به د نړیوالو وکیلانو، عدالت غوښتونکو، د تاوتریخوالي شاهدانو او کارپوهانو سره په همکارۍ د روان کال د اکتوبر په لسمه نېټه د هسپانیې په مادرید کې د ښځو پر وړاندې د «طالبانو جنایتونه» وڅېړي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

دغه نړیواله محکمه به په خپلواکه توګه د جنسیت پر بنسټ د «ربړونې» چې د نړیوال قانون له مخې پیژندل شوي جرمونه دي، اسناد او لاسوندونه وارزوي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه