غزني کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت قرباغ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند بایللی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
رخشانه: غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، دا پېښه پرون یکشنبې د (لړم ۲۴ مه) له ماسپښین وروسته، د «جمال خېل» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د سرحدي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې دې دوو ماشومانو یوه زړه مرمۍ موندلې او په اور کې یې اوچولې وه.
د دې مرمۍ د چاودنې په ترڅ کې له دې دوو ماشومانو یوه ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.
د دې ماشومانو عمر د اوو تر ۱۴ کلونو پورې ښودل شوی دی.
د ټپي ماشوم د روغتیايي وضعیت په اړه جزیات په لاس کې نشته.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ هم د دې ولایت په «ګیرو» ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم چاودنې په ترڅ کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی وو.
هر کال په هېواد کې لسګونه ماشومان د جګړو دوران د پاتې شونو ناچاودو توکو د چاودنو له امله قرباني ورکوي.
د پخوانیو جګړو څخه پاتي شوني ناچاودي توکي لا هم په هېواد کې ورځنی ګواښ بلل کېږي.







