بامیانو کې باوري سرچینې وايي، د طالبانو نظامي ځواکونو د دې ولایت په سیغان ولسوالۍ کې، دوه ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته سپکاوی کړی او وروسته یې د ۲۴ ساعتونو لپاره زنداني کړې دي.
رخشانه: یوې ځايي باوري سرچینې چې نه یې غوښتل د امنیتي ننګونو له امله یې هویت څرګند شي، وايي، دا روغتیايي کارکوونکې په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست له خوا د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه سیغان ولسوالۍ ته لېږل شوې وې، چې د سیغان ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته کې درول شوې، وروسته یې توهین او سپکاوی او ګواښ ورته شوی او وروسته د ۲۴ ساعتونو لپاره په بند کې ساتل شوې دي.
یوې بلې سرچینې هم ویلي، طالب ځواکونو دغه دوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې د شرعي محرم نه لرلو له امله پوښتلې، توهین، سپکاوی یې ورته کړی او نیولې یې دي.
دا سرچینه وايي، دا پېښه څو ورځې وړاندې رامنځ ته شوې او یادې شوې روغتیايي کارکوونکو د طالبانو په بند کې د یوې شپې ورځې له تېرولو وروسته، په ضمانت خوشې شوې، خو په سیغان کې طالب ځواکونو هغوی ګواښلې، چې نور دې ولسوالۍ ته سفر ونه کړي.
یاده سرچینه زیاتوي، د دې جنجال په جریان کې طالب ځواکونو په ډېره بده او بې ادبه توګه، له دې روغتیايي کارکوونکو سره چلند کړی او هغوی یې په وار وار سپکې کړې او ګواښ یې ورته کړی دی.
بامیان یو له هغه ولایتونو دی، چې د ولسوالیو د لرې والي له امله، روغتیايي کارکوونکي اړ دي، چې ځینې برخې یې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو پر مټ تر پوښښ لاندې راولي، چې په دې ډول محدودیتونو سره، روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمنېږي.







