د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په هرات کې شپږ ځوانې نجونې او ښخې ونیولې

2 اگست 2025
طالبانو په هرات کې شپږ ځوانې نجونې او ښخې ونیولې

د طالبانو له لوري د ښځو نیونې لړۍ په ترڅ کې سیمه ییزه سرچینې وايي، د دغه ډلې د امربالمعروف ځواکونو د هرات ولایت المهدي جبراییل ښارګوتي کې شپږ ځوانې نجونې او ښځې د بد حجابۍ له امله نیولې او نامعلوم ځای ته یې وړې دي.

رخشانه: د هرات جبرییل ښارګوټي کې دوه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو دغه شپږ ځوانې نجونې او ښځې نن (شنبې د زمري ۱۱ مه) د دولتي کلېنیک له مخې ونیولې.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه وسله وال وو، ښخې او ځوانې نجونې یې په زور رنجر ته پورته او له ځان سره یوړې.

یوې سرچینې د هویت نه ښودلو په شرط رخشانې رسنۍ ته ویلي، د ښځو او ځوانو نجونو نیول کېدل یې په خپلو سترګو لیدلي.

هغه زیاته کړې:«دا مهال هرات په ځانګړې توګه په المهدي جبرییل ښارګوټي کې ښځې په وېره او ډار کې ژوند کوي، هغوی کوم امنیت او حقونه نه لري.»

یوې بلې سرچینې هم د ځوانو نجونو او ښځو د نیولو پخلی وکړ رخشانې رسنۍ ته یې ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه کابو له لسو ورځو راپدېخوا د هزاره مېشتې سیمې څخه ښځې او نجونې نیولې او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته وړې دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو په تېرو لسو ورځو کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې نجونې او ښځې د المهدي جبرییل ښارګوټي څخه نیولې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

تر اوسه د طالبانو له لوري د دغه نیول شویو ښځو او نجونو د وضعیت او ساتنې د ځای په اړه معلومات په لاس کې نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې لږ تر لږه ۱۴۰ نجونې او ښځې په کابل کې د بد حجابۍ په تور نیولې دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه