د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو د څار بنسټ: ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري حقونو د نقض  پای ته رسولو کې پاتې راغلي

5 اگست 2025
د بشري حقونو د څار بنسټ: ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري حقونو د نقض  پای ته رسولو کې پاتې راغلي

عکس: AFP

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ څلور کلن کېدو په درشل کې د بشري حقونو د څار بنسټ اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په تېرو څلورو کلونو کې نه دي توانېدلي، افغانستان کې د بشري حقونو د پراخ سرغړاوي پای ته رسولو کې ګټور ګام پورته کړي.

رخشانه: یاد بنسټ نن (سه شنبې د زمري ۱۴ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه واک ته تر رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو په حقونو باندې د محدودیتونو په سختولو، د خبریالانو په نیولو او د ټولو مخالفتونو په چوپ کولو سره خپل ظلمونه زیات کړي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ زیاته کړې« افغانستان اوس د نړۍ یو له بدترین بشري ناورین سره مخ دی، چې د بهرنیو مرستو کمښت او له ایران او پاکستان څخه د ۱.۹ میلیون کډوالو په راستنېدو سره نور هم خراب شوی دی.»

د دې بنسټ د آسیايي څانګې څېړونکې فرشتې عباسي د طالبانو له لوري په هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو او خپلواکۍ  پر وړاندې محدویتونو ته په اشارې د دې ډلې څلور کلنه واکمني د ښځو او نجونو لپآره « د طالبانو د ناوړه چلندونو د شدت ترخه یادونه» نومولې ده.

هغې ویلي:« د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه د طالبانو د ناوړه چلندونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د شدت یوه ترخه یادونه ده. د طالبانو ناوړه چلندونه باید دولتونه دې ته اړ کړي، چې د طالبانو د مشرتابه او په افغانستان کې د جدي جرمونو ټولو مسؤلینو د مسؤل ګڼلو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي.»

مېرمن عاسي زیاته کړې، دولتونه باید پر طالبانو فشار راوړي تر څو خپلې ناوړه ګټې اخیستنې پای ته ورسوي او په ورته وخت افغانستان کې انساني ناورین کم کړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د آسیايي برخې څېړونکې زیاته کړې، هېڅ هېواد نه باید افغان وګړي په زور خپل هېواد ته ستانه کړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د طالبانو د امربالمعروف «سخت نیوونکي» قانون ته په اشارې ویلي، د دغې ډلې ځواکونو په افغانستان کې عمومي چاپېریال تر نظر لاندې کړی او خلک له قانون نه د سرغړاوي په تور نیسي.

دغه راز یاد بنسټ وايي، د امربالمعروف قانون پلي کولو« د ښځو لپاره د شرعي محرم لرل، د ښځو ورځنۍ ستونزې او محدودیتونه زیات کړي او بشري مرستو او عامه خدماتو لکه د روغتیا پاملرنې ته د دوی لاسرسی یې محدود کړی دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

د بشري حقونو د څار بنسټ ټینګار کړی، چې د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې، د افغانستان او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو یو ایتلاف د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څخه وغوښتل چې د افغانستان لپاره د حساب ورکولو یو خپلواک نړیوال میکانیزم رامنځته کړي، چې د هغو دنده په افغانستان کې د سختو سرغړونو او ناوړه ګټه اخیستنې شواهدو راټولول، څېړل او تحلیل کول وي.

یاد بنسټ ویلي، اروپايي ټولنه باید په خپل کلني پرېکړه لیک کې چې د [روان کال] په سپټمبر میاشت کې به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شي، د افغانستان لپاره د حساب ورکولو د یو جامع میکانیزم د جوړولو وړاندیز وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې وايي، کابو دوه میلیونه کډوال له دغه هېوادونو ایستل شوي او دا پر هغه میلیونونو کسانو چې په افغانستان کې بې ځایه شوي او بشري مرستې یې له لاسه ورکړې نور ور زیات شوي دي.

د بشري حقونو دغه بنسټ ویلي، طالبانو کورنۍ رسنۍ اړ کړې، چې د دوی قوانین پلي کړي، د ساه کښو انځور خپرول یې بند کړي او خبریالان یې سانسور ته اړ کړي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بهرنیو مرستو کمېدو ته په اشارې ویلي، د بهرنیو مرستو له لاسه ورکولو په ځانګړې توګه په ماشومانو کې خوارځواکي زیاته کړې او د نجونو او ښځو لپاره یې د آنلاین زده کړې مهم پروګرامونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه