د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو کونړ کې د محصلینو له فراعت غونډې انځور اخیستل منع کړل

5 اگست 2025
طالبانو کونړ کې د محصلینو له فراعت غونډې انځور اخیستل منع کړل

جشن فارغ التحصیلی

کونړ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې له پوهنتون څخه د زده کړیالانو له فراعت غونډې انځور اخیستل منع کړل.

رخشانه: کونړ کې دوه سیمه ییزو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا امر نن(سه شنبه د زمري ۱۴ مه) په دغه ولایت کې د امربالمعروف ریاست له خوا ورکړل شوی دی.

کونړ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د امر پر بنسټ، له دې وروسته هېڅ کس حق نه لري چې له پوهنتون څخه د فارغو محصلینو د فراغت غونډې انځورونه واخلي او په خواله رسنیو کې یې خپاره کړي.

د سرچینې په وینا، د کونړ د پوهنتون ریاست تېره ورځ د محصلینو د فراغت غونډې د تشو څوکیو انځورونه په خپله فسبوک پاڼه خپاره کړي وو، خو له لږ ځنډ وروسته یې پاک کړل او یوازې د فراغت مراسمو د بنر انځور یې خپور کړ.

سرچینې زیاته کړې، له دې وروسته زده کړیالان په فراغت غونډو کې حق نه لري چې په «غربي» موډل وېښتان اصلاح کړي او یا هم د (فراغت لمانځلو ځانګړې) څلورغوږې خولۍ پر سر کړي، بلکې ټول باید ګردې خولۍ ولري.

د سرچینې د خبرو پر بنسټ، د کونړ د پوهنتون او د طالبانو د امربالمعروف ریاست د فراغت په لمانځ غونډه کې د ویښتانو اصلاح او د څلورغوږې خولۍ په سر کول د(لوېدیځ کلتور) بولي.

سرچینې زیاته کړې، د همدې محدویتونو له امله د دغه پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ فارغانو د فراغت غونډې مراسم د پوهنځۍ له سالون د باندې په یوه خصوصي هوټل کې تر سره کړل.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

کونړ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د دې ولایت پوهنتون ته نوي بریالي شوي زده کړیالان حق نه لري، چې خپلې ږيرې اصلاح کړي.

د طالبانو د امربالمعروف د قانون پر اساس په رسنیو او ټولینزو شبکو کې د ساه کښو انځور خپرول حرام دي. د دې قانون له خپرېدو وروسته طالبانو په ۲۰ ولایتونو کې په رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرول بند کړل.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه