د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: له پاکستان نه د افغان کډوالو په زور ایستل د بې ثباتۍ خطر له ځان سره لري

6 اگست 2025
بنټ: له پاکستان نه د افغان کډوالو په زور ایستل د بې ثباتۍ خطر له ځان سره لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي، له پاکستان نه د افغان کډوالو په زور ایستلو د ملاتړ اړتیاوې زیاتې کړې او د بې ثباتۍ خطر له ځان سره لري.

رخشانه: ښاغلي بنټ نن (چهارشنبې د زمري ۱۵ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، زرګونه افغان وګړي سره له دې چې د ځورولو، ربړونې او تاوتریخوالي  ګواښونه شتون لري، د پاکستاني دولت له لوري د جبري ایستلو سره مخ دي.

بنټ لیکلي:« دا ډول کړنې د جبري نه ستنولو له اصل څخه سرغړاوی دی.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم اعلان کړی، چې پاکستان دې د پي. او. ار کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو څخه لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د پي. او. ار کارت لرونکو افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه ښودلې وايي، د هغوی په زور ایستل د دې وګړو پر وړاندې د پاکستان د اوږدې مودې انساني چلند او د نه ستنولو له اصل څخه سرغړاوی دی.

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، دوی هېواد ته د هغه ښځو او نجونو د ستنولو په اړه اندېښمن دي، چې د هغوی بشري حقونه (هلته) له ګواښ سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

یاد بنسټ د پاکستان له دولته غوښتي، چې د افغان کډوالو د پي. او. آر کارتونه د اعتبار موده وغځوي او وايي، د پاکستان دولت باید دد  د هغوی غیر ارادي نه ستنولو په ګډون د دوامداره نړیوال خوندیتوب اړتیاو څخه د معافیت لپاره اقدامات وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، په روان کال کې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو په لویه کچه ستنولو په کوربه ټولنه د لومړنیو خدماتو، ځای ځایګي او معشیت برخه کې فشارونه راوستي او په افغانستان کې یې ویجاړ انساني ناورین لا بد کړی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې، په روان میلادي کال کې له ۲.۱ میلیون څخه زیات افغان کډوال، یا په خپله خوښه او یا هم په زور خپل هېواد ته ستنېدلي، چې له دې شمېر څخه یې ۳۵۲ زره له پاکستان څخه دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه