د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په شپږو ولایتونو کې په دورو وهلي

7 اگست 2025
طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په شپږو ولایتونو کې په دورو وهلي

عکس: AFP

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د خپرو شویو خبرپاڼه پر بنسټ، دغې ډلې روانه اوونۍ په کاپيسا، کابل، بغلان، میدان وردګ، زابل او کندوز ولایتونو کې د بېلا بېلو تورنو له امله د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د«نظام پر وړاندې د تبلیغ، نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق، جعلي اسنادو، لواطت، غلا او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د (زمري ۱۲ مه) د یکشنبې په ورځ اته تنه په کاپیسا او کابل کې د «نظام پر ضد تبلیغ او نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

یو تن په کاپيسا ولایت کې «د نظام پر ضد تبلیغ» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوی دی.

دغه کس د کاپيسا د کوهستان د حصه اول ولسوالۍ د طالبانو د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس په یو کال او شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

په کابل ولایت کې بیا اووه تنه «د نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق» په تور له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

دغه کسانو ته د کابل د مسکراتو او نشه يي توکو د مخینوي ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس له یوه تر پنځو کلونو پورې د بند سزا هم اورول شوې ده.

د (زمري ۱۳ مه) د دوشنبې په ورځ په بغلان او میدان وردګ ولایت کې پنځه تنه د «اسنادو د جعل او لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

بغلان ولایت کې دوه تنه د «اسنادو د جعل» په تور په عام محضر کې ۲۰ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا په شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

په میدان وردګ ولایت کې بیا درې تنه د «لواطت» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسانو ته د میدان وردک ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د طالبانو ابتدایه محکمې درې میاشتې تنفذي بند سزا هم اورولې ده.

د (زمري ۱۴ مه) د سه شنبې په ورځ ۱۰ تنه په کابل او میدان وردګ ولایتونو کې د «نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور، قاچاق او غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

له دې کسانو ۹ تنه یې په کابل کې د «نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په دورو وهل شوي دي.

دغه کسان د کابل د مسکراتو او نشه يي توکو د مخنیوي ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس یونیم کال تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

یو تن بیا میدان وردګو ولایت کې د «غلا» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوی دی.

معلومه ده، چې دغه کس په څومره بند محکوم شوی دی.

د (زمري ۱۴ مه) د چهارشنبې په ورځ په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ تنه د «غلا، لواطت، نامشروع اړیکو او نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په دورو وهل شوي دي.

په زابل ولایت کې د یوې ښځې په ګډون اووه تنه د «غلا، لواطت او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۰ دورې وهل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دغه کسانو ته د بند څومره سزا اورول شوې ده.

کابل ولایت کې بیا اووه تنه «د نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق» په تور له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

دغه کسانو ته د کابل د مسکراتو او نشه يي توکو د مخنیوي ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس له یوه تر دریو کلو تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

د (زمري ۱۶ مه) د پنشنبې په ورځ بیا کندوز ولایت کې یو تن د «غلا» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې و وهل شو.

دغه کس ته د دې ولایت د کلباد ولسوالۍ د طالبانو د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس درې میاشتې تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه