د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو یو ځل بیا د نسیم راډیو مسوول مدیر او دوه کارکوونکي نیولي دي

7 اگست 2025
طالبانو یو ځل بیا د نسیم راډیو مسوول مدیر او دوه کارکوونکي نیولي دي

دایکنډي کې سیمه ییزې «نسیم» راډیو اعلان کړی چې طالبانو یو ځل بیا د دغه سیمه ییزې شبکې مسوول مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي نیولي دي.

رخشانه: نسیم راډیو پورې اړوند فسبوک پاڼې د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، هغوی نن (چهارشنبې د زمري ۱۵ مه) له ماسپښین وروسته د طالبانو د استخباراتو له لوري د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار کې نیول شوي دي.

تر اوسه پورې د طالبانو د استخباراتو له لوري په دایکندي کې د دغه دریو خبریالانو د نیولو دلیل معلوم نه دی.

په دایکنډي کې د طالبانو استخباراتو د دغه درې تنو خبریالانو د نیولو تر څنګ د نسیم راډیو نشراتي کمپيوټر هم له ځان سره وړی دی.

دغه درې سیمه ییز خبریالان د ۱۴۰۲ کال په اوړي کې هم د طالبانو د استخباراتو له لوري په دایکنډي کې نیول شوي او کاري وسایل یې ترې اخیستي وو.

د نسیم راډیو مسوول مدیر له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور دایکنډي کې د طالبانو د ښاري محکمې له خوا په یوه کال بند محکوم شوی وو او د دغه غږیزې راډیو خپرونې کابو پنخه میاشتې بندې وې.

د نسیم سیمه ییزه راډیو په بامیانو او دایکنډي ولایتونو کې خپرونې لري.

طالبانو په تېره میاشت کې کم تر کمه ۷ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په کابل او یوه بل ولایت کې نیولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

دغه ډلې په هېواد کې د خپلې څلورکلنې واکمنۍ په دوران کې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو خورا سخت محدویتونه لګولي دي.

د دغه محدویتونو پلي کېدو له امله په هېواد کې ګڼ شمېر خبریالان اړ شوي، چې رسنیو کې کار پرېږدي او دغه راز لسګونه غږیزې، تصویري او چاپي رسنۍ هم بندې شوې دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه