د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له ایران او پاکستان نه د کډوالو ایستل، ملګري ملتونه، ښځې او نجونې د کم عمره ودونو او ځورونې له ګواښ سره مخ دي

9 اگست 2025
له ایران او پاکستان نه د کډوالو ایستل، ملګري ملتونه، ښځې او نجونې د کم عمره ودونو او ځورونې له ګواښ سره مخ دي

عکس: Mohammad balabuluki

له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو څپې له زیاتېدو سره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې اعلان کړی، چې ښځې او نجونې د لوږې، کم عمره ودونو، ځورونې او ربړونې له ګواښ سره مخ دي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، له ایران او پاکستان نه ایستل شوې افغان مېرمنې او نجونې بېړنیو بشري مرستو او اوږد مهاله ملاتړ ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۳ له سپټامبر څخه تر اوسه پورې له ۲.۴۳ میلیونه څخه زیات افغان وګړي په زور له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته شړل شوي، چې ښځې او نجونې یې یو په درېیمه برخه جوړوي.

یاد بنسټ ویلي، زیاتره وکړي هغه هېواد ته ګرځول کېږي، چې هلته عاید او کور نه لري او دغه راز، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته هم لاس رسی نه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن، د ښخو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدویتونو ته په اشارې وايي، هغوی هېواد ته له ستنېدو وروسته د لا زیات ګواښ سره مخ کېږي.

فرګوسن زیاته کړې:«یوازې لس سلنه هغه کورنۍ، چې ښځې یې سرپرستي کوي په دایمي سرپناه کې ژوند کوي، او له هرو لسو یې څلور تنه د ایستلو وېره لري.»                            

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې ټینګار کړی، چې د کورنۍ سرپرسته او مجرده ښځې د طالبانو د محدویتونو له امله د بشري مرستو تر لاسه کولو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دغه بنسټ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخه ایستنې ته په اشارې وايي، بشرخواخوږي بنسټونه په پولو کې حیران پاتې دي او ان نه شي کولی د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له بنسټونو او نړیوالۍ ټولنې غوښتي، چې په بېړنۍ توګه د افغان کډوالو وصعیت ته رسېدنه او په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره ګام پورته کړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه