د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ترافیکې پېښې هلمند کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو ژوند واخیست

9 اگست 2025
ترافیکې پېښې هلمند کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو ژوند واخیست

هلمند کې د طالبانو امنیه قومانداني ویلي، د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.

رخشانه: په هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه د زمري ۱۷ مه) مازیګر مهال د هرات- کندهار پر لویه لار د دې ولایت د واشېر ولسوالۍ د سنګ ګیلان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه د سپرلۍ موټر او یوه ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د یادې ترافیکې پېښې په پایله کې د څلورو ماشومانو، یوې ښخې او یوه سړي په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او یو تن سربېرن ټپي شوی دی.

خبرپانې د دغه پېښې د قربانیانو د هویت او عمر او دغه راز د ټپي د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویلي.

په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه پېښې په تړاو یې موټر چلوونکی نیولی دی.

تر اوسه د دغه ترافیکي پېښې د رامنځ ته کېدو دلیل نه دی روښانه شوی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

په هېواد کې هر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان په ترافیکي پېښو کې قرباني کېږي.

د دغه پېښو ډېری یې د سړکونو د خرابوالي او کم سورۍ، د ترافیکي قوانینو نه مراعت کولو، له حده زیات ګړندي تګ او موټرو د زړښت له امله رامنځ ته کېږي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه