د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: طالبانو له ښځو سره د نارینه محرم پر شتوالي څار زیات کړی دی

10 اگست 2025
یوناما: طالبانو له ښځو سره د نارینه محرم پر شتوالي څار زیات کړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې لیکلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له ښځو سره د نارینه محرم پر شتوالي څار زیات کړی دی.

رخشانه: د یوناما د بشري حقونو څانګې په خپل راپور کې، چې نن (یکشبنې د زمري ۱۹ مه) یې خپور کړی ویلي، طالبانو بې چادري ښځې بازار ته له ننوتلو او د عمومي ترانسپورټ د ګټې اخیستنې څخه منع کړي دي.

په راپور کې راغلي، طالبانو د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ښځو پر جامو څار زیات کړی دی.

په راپور کې راوړل شوي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د روان میلادي کال د مي له اتمې تر ۳۰ مې په هرات کې یو شمېر مېرمنې له دې امله چې چادرۍ یې نه درلودې بازار ته له ننوتلو او دغه راز د عمومي ترانسپورټ د ګټې اخیستې څخه راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل راپور کې لیکلي، یو شمېر ښخې تر هغو چې خپلوانو یې ورته چادرۍ نه وې راوړې، د طالبانو په بند کې وې.

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، د روان میلادي کال جون میاشت کې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یو شمېر مېرمنې، چې د چادرۍ پر ځای یې عادي حجاب اغوستی و، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې وې.

د یوناما د بشري حقونو څانګې په راپور کې راغلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو، کلېنیکونو، هټۍ والو، بازارونو، دولتي ادارو او ټکسي موټرچلوونکو ته سپارښتنه کړې، چې له محرم پرته ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي.

یوناما دغه راز ویلي، پارکونو او د تفرېح ځایونو ته د ښځو نه لاس رسی لا هم دوام لري او پلی کېږي او طالبانو د مۍ په  ۲۳ مه د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې، کورنۍ له یوې تفریحې سیمې ایستلې وې او هغوی ته یې له ښځو سره تفریحي ځایونو ته د تګ په خاطر ګواښ کړی وو.

دغه بنسټ زیاته کړې، طالبانو د روان میلادي کال د می په ۱۶ مه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په «پل پشتون» سیمه کې څو کورنۍ، چې ښخې او نجونې ورسره وې، یوې تفریحي سیمې ته له ورتګ څخه راګرځولې او د نارینه وو ډلو ته یې د تګ اجازه ورکړې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دغه راز ویلي، د روان میلادي کال په می میاشت په کابل کې د دغه بنسټ څو تنه ښځینه کارکوونکې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوې دي.

طالبانو پر هېواد په څلورکلنه واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده کړو محدودیتونو سربېره، هغوی په دولتي ادارو، داخلي او بهرنیو بنسټونو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه