د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: طالبانو ښځې، فعالان، خبریالان او پخواني امنیتي ځواکونه هدف ګرځولي

10 اگست 2025
یوناما: طالبانو ښځې، فعالان، خبریالان او پخواني امنیتي ځواکونه هدف ګرځولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه راپور کې ویلي، طالبانو ښځې، نجونې، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، پخواني امنیتي ځواکونه او د مخکني نظام کارکوونکي خپل هدف ګرځولي دي.

رخشانه: یوناما په دې راپور کې، چې نن (یکشنبې د زمري ۱۹ مه) یې خپور کړی زیاته کړې، طالبانو هغه کسان هم په نښه کړي، چې په کابل کې یې په بهرنیو سفارتونو کې کار کاوه.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د راپور چمتو کولو موده، د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپریل نه تر جون میاشتې پورې ښودل شوې ده.

یوناما په دې درې میاشتني راپور کې ویلي، طالبانو په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو ته دوام ورکړی او په دریو میاشتو کې یې ۲۳۴ تنه (۱۸۵ ښځې، ۴۸ نارینه او یو هلک) د بېلا بېلو تورونو له امله په دورو وهلي دي.

په راپور کې راغلي، ۴۹ تنه چې د بشري حقونو له ګواښونو سره مخ او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته په ناخوښۍ ستانه کړای شوي وو، د طالبانو له خوا نیول شوي او بد چلند ورسره شوی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ وايي، طالبان د عفوې عمومي فرمان ته پام نه کوي او د مخکني نظام د امنیتي ځواکونو او کارکوونکو څخه یې غچ اخیستنې ته دوام ورکړی دی.

دغه راز یوناما ویلي، د روان میلادي کال د اپریل له اولې د جون تر ۳۰ مې د مخکني پوځ ۷ تنه سرتېري د طالبانو له لوري وژل شوي او د پخواني پوځ د غړو د خپل سرو نیونو اته پېښې او د ربړونې درې پېښې مستندې شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ملګرو ملتونو یاد بنسټ زیاته کړې، د دې راپور چمتو کولو په موده کې د ۱۸ نجونو، ۳۵ هلکانو، ۴ ښځو او ۱۳ نارینه وو په ګډون، ۷۰ تنه په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو د چاودنو قرباني شوي دي.

یوناما په کونړ او نورستان ولایتونو کې، د افغانستان او پاکستان پر پوله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتو ته په اشارې ویلي، د دغه نښتو په پایله کې درې مېرمنې، دوه ماشومان او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه