د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو مېرمنو له افغان ښځو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه

11 اگست 2025
معترضو مېرمنو له افغان ښځو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په درشل کې د افغانستان د ځواکمنو ښځو او د خپلواکۍ لپاره د افغانستان د متحدو ښځو غورځنګونو په یوه اعلامیه او اعتراضي غونډو کې له افغان مېرمنو د نړیولې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

رخشانه: د افغانستان د ځواکمنو ښځو اعتراضي غورځنګ نن (دوشنبې د زمري ۲۰ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، [په افغانستان کې د طالبانو له لوري] فشارونه، ګواښونه او ځپنې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د غورځنګ اعتراضي غړو په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه او پر دېوالونو د شعارونو په لیکلو سره یې ټینګار کړی، چې د دوی لپاره دا ورځې د خپلواکیو له لاسه ورکولو، تبعیض د زیاتېدو او ځپنې یادونه دي.

د دوی په اعلامیه کې راغلي:«د اګست پنځلسمه د هېواد د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د خپلواکیو له لاسه ورکولو، تبعیض د زیاتېدو او ځپنې یادونه کوي.»

اعلامیه کې راوړل شوي:«کلونه کېږي، چې افغان مېرمنې له تاوتریخوالي او درندو محدویتونو سره مخ دي.»

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو، کابل کې د طالبانو د یوه ملاتړي عالم وینا ته په اشارې ویلي:«ان که یوه سترګه هم د لید لپاره پاتې شي، بیا هم کېدای شي حقیقت پرې ولیدل شي او د هغو غږ پورته کړي.»

هغوی د «ظلم پر وړاندې درېدل» یوه اړتیا او تاریخي مسوولیت وباله او ویلي یې دي«له ملاتړ پرته مقاومت د ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

معترضو مېرمنو زیاته کړې، ګواښونه، فشارونه او ځپل ورځ تر بلې زیاتېږي او د هغو پر وړاندې چوپتیا، یوازې ظلم او بې عدالتي لا پیاوړې کوي.

هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغان مېرمنې یوازې پرېنږدي او له هغوی په ملاتړ د [طالبانو له لوري] د انساني حقونو تر پښو لاندې کېدو مخنوی وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ځواکونو ښځو د غورځنګ اعتراضي غړو«د ظلم پر وړاندې د نړۍ چوپيتا» له بې عدالتۍ سره ملتیا وبلله.

د خپلواکۍ لپاره د افغانستان د محتدو ښځو د غورځنګ اعتراضي غړو هم په تخار او پاکستان کې په جلا غونډو کې ویلي، د اګست پنځلسمه د افغانستان د ښځو، د حقونو، خپلواکۍ او هیلو د پاشل کېدو ورځ ده.

هغوی د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پنځلسمه د «ښځو پر ژوند د تیارو د واکمنۍ پیل» وباله او ویلي یې دي، د طالبانو له ځپلو سره سره به دوی چوپتیا غوره نه کړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه