د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: افغانستان کې معلوماتو ته د خلکو لاس رسی د طالبانو له لوري محدود شوی دی

11 اگست 2025
یوناما: افغانستان کې معلوماتو ته د خلکو لاس رسی د طالبانو له لوري محدود شوی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د یوه راپور په خپرولو سره وايي، افغانستان کې معلوماتو ته د خلکو لاس رسی، د طالبانو له لوري په پراخه توګه محدود کړای شوی دی.

رخشانه: یوناما په دې راپور کې، چې نن (یکشنبې د زمري ۱۹ مه) یې خپور کړی ویلي، د طالبانو له لوري په خصوصي رسنیو، رسنیزو محدویتونه په بې ساري ډول زیاتوالی موندلی دي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو له لوري «رامنځ ته شویو کړنلارو» «مانا لرونکې خبرې اترې څپلې او رسنیزې منځپانګې یې» محدودې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دغه راز ویلي، یو شمېر خصوصي رسنیو یو په درېیمه یا نیم کارکوونکي ایستل او د خپلو فعالیتونو د درېدو وړاندوینه یې کړې ده.

یاد بنسټ د طالبانو د امربالمعروف قانون ۱۷ مادې ته چې په کې پر رسنیو د ساه کښو د انځورونه خپرول منع شوي په اشارې وايي، د دغه قانون پر بسنټ طالبانو د هېواد په نیمايي ولایتونو کې په رسنیو د ساه کښو انځور خپرول منع کړي دي.

په راپور کې راغلي، طالبانو د رسنیو د سیاسي خپرونو د څېړلو لپاره یوه ځانګړې کمېټه رامنځ ته کړې.

دغه راز طالبان ویلي، رسنیو ته بلل شوي کارپوهان باید د دې ډلې له خوا پېژند کارت تر لاسه کړي او د دوی تایید ولري.

یوناما په خپل درې میاشتي راپور کې راوړي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بیان آزادي هم محدوده شوې او دغه ډلې پر ټولینزو شبکو او مشاعرو په غونډو څار زیات کړی دی.

د راپور پر بنسټ د روان میلادي کال په می میاشت په بغلان، بلخ، کندوز او زابل ولایتونو کې پنځه تنه پر«ټیک ټاک د ناسمو منځپانو لرونکو» ویډیو ګانو خپرولو له امله د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې راوړي، د طالبانو مشر د روان میلادي کال د جون په ۱۹ مه«د مشاعرو د غونډو د برابري» قانون له اسلامي کلتور سره د دغه غونډو د سمون په موخه منظور کړ.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

یاد بنسټ د راپور په وروستۍ برخه کې اشاره کړې، چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې تر پایه په ټول افغانستان کې ۳۴۳ مدافع وکیلانو شتون درلود، خو طالبانو ښځینه مدافع وکیلانو ته [په حقوقي چارو کې] د فعالیت د تمدید اجازه نه ده ورکړې.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو په وړاندې د محدودیتونو په لګولو سره لسګونه خبریالان او رسنیز فعالان نیولي او لسګونه رسنۍ تړل شوې دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه