د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو، زده کړو، کار او خپلواکۍ ته د ښخو او نجونو لاس رسی محدود کړی دی

13 اگست 2025
معترضه مېرمنې:نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په پلمه د خپلو سیاسي ګټو قرباني کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي، د دغې ډلې فرمانونو، زده کړو، کار او خپلواکۍ ته د ښځو او نجونو لاس رسی محدود کړی او هغوی یې عملآ له عامه ځایونو لرې کړې دي.

رخشانه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی راغلي، طالبانو د دې هېواد د وګړو په شخصي ژوند شدید محدودیتونه پلي کړي دي.

دا راپور د ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د دې بنسټ د ځانګړي راپور ورکوونکي او رسنیو د راپورونو په استناد چمتو شوی دی.

په راپور کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو پر وړاندې پراخو محدودیتونو ته په اشارې راغلي، دغو محدودیتونو د ښځو حقونو ته د درناوي کچه د پام وړ راټیټه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د راپور پر اساس لیکلي، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د ځپنې سیستم یو پراخ او سیستماتیک سیستم دی او ښايي د بشریت پر وړاندې جنایت وشمېرل شي.

راپور د نړیوالې محکمې له خوا د «بشریت ضد جرمونو» تر سره کولو په تور د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ته په اشارې لیکلي، یاد محکمه د منل کېدو وړ دلایل لري، چې اخوندزاده او حقاني د روم د اساسنامې د اوومې مادې له مخې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او ربړونې په بڼه د انسانیت ضد جرمونه تر سره کولو امر یا هڅونه کړې او په همدې دلیل د دواړو د نیولو حکم ورکړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې زیاته کړې، د طالبانو د امربالمعروف قانون خپرېدا د افغانستان د ټولو وګړو پر شخصي ژوند په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په ژوند سخت محدودیتونه لګولي دي.

دغه وزارت ویلي، د قانون حاکمیت ته نه پاملرنه او د بشري حقونو څخه د سرغړونکو مسوولینو لپاره د مجازاتو څخه رسمي خوندیتوب شتون لري.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل سرې وژنې، ورکېدنې، ربړونې یا ظالمانه شکنجې، غیر انساني یا له سپکاوي ډک چلند، په وسله والو جګړو کې د طالبانو له لوري د ماشومانو غیرقانوني ګمارل یا ترې ګټه اخیستل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي پېښې وبللې.

یاد وزارت دغه راز د بیان د آزادۍ او رسنیو پر وړاندې جدي محدودیتونه، خبریالانو سره تاوتریخوالی او ګواښونه، سانسور، د مذهبي آزادۍ محدودول، انساني قاچاق او اجباري کار په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي نورې قضیې وبللې.

اړوندې لیکنې

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي
خبر

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

2 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي

2 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه