د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو په افغانستان کې د بیان او رسنیو آزادي سخته محدوده کړې ده

13 اگست 2025
یوناما: افغانستان کې معلوماتو ته د خلکو لاس رسی د طالبانو له لوري محدود شوی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور کې وايي، طالبانو د فرمانونو په صادرولو سره په افغانستان کې د بیان او رسنیو آزادي سخته محدوده کړې ده.

رخشانه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی راغلي، طالبان د بیان آزادۍ حق ته درناوی نه لري.

په دې راپور کې چې د ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د دې بنسټ د ځانګړي راپور ورکوونکي او رسنیو د راپورونو په استناد چمتو شوی راغلي، دغې ډلې په وار وار خبریالان، رسنیز کارکوونکي او رسنیز فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمېرو پر اساس په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بند کې دي او یا هم د خپل بند سزا تېروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې ویلي، د رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو لګول د څو رسنیو د بندېدو لامل شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، طالبانو د معترضینو او خبریالانو پر وړاندې له زوره کار اخیستی، سیاسي بحثونه او مخالفتونه یې ځپلي او د طالبانو دغه کړنو پر مدني ټولنه سخت منفي اغېز کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې پر طالبانو عمومي نیوکه که د کس له خوا وي یا دې ډلې تر زیاته بریده چوپه کړای شوي او عمومي ویناوې د دغه ډلې تر پراخ څار لاندې تر سره کېږي.

یاد وزارت د یوناما په حواله ویلي، طالبانو په قصدي توګه انټرنېټ ته لاس رسی محدود کړی او په هغه سیمو کې چې د دې ډلې مخالفین فعل دي، انټرنټ یې پرې کړی او یا یې هم سرعت خورا کم کړی دی

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه