د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو په خپل سرې توګه پخواني نظامیان او د نظام کارکوونکي وژلي

13 اگست 2025
یوناما: طالبانو ښځې، فعالان، خبریالان او پخواني امنیتي ځواکونه هدف ګرځولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور کې وايي، دغه ډلې د افغانستان مخکني نظامیان او د نظام کارکوونکي په خپل سرې او غیرقانوني توګه وژلي دي.

رخشانه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی راغلي، داعش ډله هم د کسانو په خپل سرې وژنه کې لاس لري.

په دې راپور کې چې د ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د دې بنسټ د ځانګړي راپور ورکوونکي او رسنیو د راپورونو په استناد چمتو شوی ویل شوي، د خرسان داعش ډله په نامتناسبه توګه شعیه هزارګان په نښه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو او داعش له لوري د خپل سرو او غیر قانوني وژنو ګڼ راپورونه شتون لري، چې ډېری له هغو د ۲۰۲۱ د اګست میاشتې وړاندې مخکني دولت له چارواکو د غچ اخیستنې په پار تر سره شوي دي.
یاد وزارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ راپور ته کوم چې د می په ۱۳ مه د بشري حقونو شورا په شپږپنځوسمه غونډه کې وړاندې شوی په اشارې وايي:«دغه کسان، په شخصي کورونو، عامه ځایونو او بند خونو کې وژل شوي او قرباني شویو کسانو کې د بشري حقونو مدافعین، وکیلان، څارانوالان، زده کوونکي، ښوونکي او پولیس افسران شامل دي، چې ډېری یې ښځې دي.»

په راپور کې راوړل شوي، دغه کسان د ملګي وګړو په ګډون، په پنجشېر، کندوز، کابل، نیمروز، غزني، خوست، جوزجان، فاریاب، تخار، سرپل او هرات ولایتونو کې د طالب ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، داسې پېښې یې هم ثبت کړي، چې په هغې کې د مخکني دولت چارواکي له «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نیول شوي او په دې ډول ډېری قضیو کې خپله قربانیانو یا د هغوی خپلوانو ویلي، د دوی د نیولو لامل د مخکني نظام سره تړاو وو.

د دې راپور پر بنسټ طالبانو د بشري حقونو د سرغړاوي، او د افغانستان د مخکني نظام د نظامیانو او کارکوونکو د خپل سرو او غیرقانوني نیونو په تړاو د خپلو ځواکونو د ځواب وینې لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبان د «جبري ورکولو» مسوول بللي وايي، ریچارډ بنټ د جبري ورکو شویو قربانیانو څخه د لومړي لاس نکلونه تر لاسه کړې دي.

په راپور کې د بشري حقونو د شورا په شپږ پنځوسمه غونډه کې د بنټ په قول ویلي«د بشري حقونو د مدافعینو، حقوقي کارپوهانو او معترضانو چې ډېری له هغو ښځې دي، د ورکېدو پېښې مستندې شوي دي.»

په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې د رسنیو کارکوونکي، د مدني ټولنې فعالان، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو او ښځو د حقونو فعالان لا هم د طالبانو د خپل سرو نیونو له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوناما په حواله د نیول شویو کسانو د حقونو سیستماتیک سرغړاوی ته په اشارې لیکلي، هغوی د خپل بند په موده کې وکیل، کورنۍ، ډاکتر او قاضیانو ته له لاس رسي څخه محروم وو او دغه راز دغه کسانو ته نه خپل تورونه ورښودل شوي او نه یې هم قضايي کړنلارې رعایت شوې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

په راپور کې هغه څه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړاوی بللی راغلي، چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې ښځې او نجونې د اجباري ودونو له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ریچارډ بنټ د هغه راپور په حواله چې د می په ۱۳ مه د بشري حقونو شورا په شپږپنځوسمه غونډه کې وړاندې شو ویلي، په هغه کورنیو کې چې مالي ملاتړ ته اړتیا لري، د اجباري ودونو ګواښ په پراخه کچه زیات شوی دی.

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه
خبر

برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه

25 جولای 2026
د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي
خبر

د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي

23 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
سمنګان کې یوه درنده وحشي ځناور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان کړي
خبر

سمنګان کې یوه درنده وحشي ځناور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان کړي

22 جولای 2026
اوچا: د افغانستان ختیځ کې سېلابون ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
خبر

اوچا: د افغانستان ختیځ کې سېلابون ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

22 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه