د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کاناډا: بشري حقونو ته له غاړې اېښودو پرته به، طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه عادي نه کړای شی

15 اگست 2025
کاناډا: بشري حقونو ته له غاړې اېښودو پرته به، طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه عادي نه کړای شی

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په درشل کې اعلان کړی، چې بشري حقونو ته له غاړې اېښودو پرته به، د طالبانو له نظام سره هېڅ ډول اړیکه عادي نه کړای شی.

رخشانه: دغه وزارت نن (جمعه د زمري ۲۴ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې روانه ځپنه، د بشري حقونو څخه سیستماتیک سرغړاوي او د بنسټیزو خپلواکیو له منځه وړل په کلکه غندي.

په اعلامیه کې راغلي، واک ته د طالبانو له رسېدو څلور کاله وروسته هم افغانستان په یوه ژور ناورین کې راګیر دی.

یاد وزارت لیکلي:«د حقونو بېرته راګرځول په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ناورین دی، په میلیونونو نجونې له زده کړو بې برخې دي، د ښځو لپاره کاري فرصتونه، د بیان آزادي، له وېرې پرته د وقار ژوند له منځه تللی دی.»

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مدني ټولنو چاپېریال، هر ډول دیموکراتیک بیان او یا پراخ سیاسي ګډون له منځه وړل شوي دي او طالبان د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره هېڅ ډول نښه نه ده ښودلې.

په اعلامیه کې راغلي، ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او دا د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګنل کېږي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت لیکلي:«طالبان باید ځواب ویوونکي وي، تر څو د بشري حقونو، پراخ بنسټ حکومت، او بنسټیزو آزادیو د خوندیتوب برخو کې د پام وړ پرمختګ نه وي لیدل شوی، له طالبانو سره به هېڅ ډول اړیکه عادي نه کړای شي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

په اعلامیه کې راغلي، کاناډا د افغانستان له خلکو سره په خپل پيستون ټينګار کوي او دغه راز د یوې سوله ییزې، پراخ بنسټې او خوندي راتلونکې لپاره چې د افغانستان خلک وکولی شي په کې له وېرې او ځپنې پرته ژوند وکړي ژمنه ده.

دغه راز کاناډا په افغانستان کې د بشري حقونو د بشپړې بیارغونې او درناوي او د سیاسي راتلونکې په جوړولو کې د افغانانو د ریښتیني ګډون غوښتنه هم کړې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه