د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو کارپوهان: نړیواله ټولنه دې د طالبانو له نظام سره د اړیکو له عادي کولو ډده وکړي

15 اگست 2025
د ملګرو ملتونو کارپوهان: نړیواله ټولنه دې د طالبانو له نظام سره د اړیکو له عادي کولو ډده وکړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو حکومت له تاوتریخوالي او ظلمه ډک بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له دغه نظام سره د هر ډول اړیکو له عادي کولو ډډه او پر وړاندې یې مقاومت وکړي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو کارپوهانو تېره ورځ( پنشنبې د زمري ۲۳ مه) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، څلور کاله کېږي چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د خپلو حقونو او اساسي خپلواکیو پر وړاندې د یوې نه درېدونکې او زیاتېدونکې څپې سره مخ دي.

په اعلامیه کې راغلي، طالبان له مشروعیت پرته عمل کوي، د جنسیتي ظلم یو بنسټیز سیستم یې پلی کړي، هر ډول مخالفت ځپي، غچ اخلي، خپلواکې رسنۍ بندوي او په ښکاره توګه په بشري حقونو، برابرۍ او نه تبعیض باندې ملنډې وهي.
دغو کارپوهانو ټينګار کړی، چې تېر کال کې طالبانو خپل تش په نوم قوانینو، فرمانونو او احکامو پلي کولو ته دوام ورکړی او د ښځو او نجونو د زده کړو، خپلواکۍ، تګ راتګ، کار، روغتیا، بیان آزادۍ او په کلتوري ژوند کې د ګډون پر حقونو یې سخت محدودیتونه ټينګ ساتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي:«د طالبانو له جنستي توپيراو ظلم څخه ډک سیستم دومره سخت دی، چې د بشریت پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ پر ځورونې او ربړونې پای مومي.»

هغوی د جرمونو پر ضد د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د دوه لوړ پوړو چارواکو د نیولو د حکم له صادرولو هرکلی کړی ویلي یې دي:«موږ له ټولو هغو هڅو چې طالبان ځواب ویوونکي کوي ملاتړ کوو.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دغو کارپوهانو همدارنګه د بشري حقونو په پراخ سرغړاوي، له هغې جملې، د علني اعدامو زیاتوالی، بدني سزاوې، نیونې، خپل سري زنداني کول، له قضا پرته اعدامونه، د قومي او مذهبي لږکیو په نښه کولو باندې هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي:«په افغانستان کې وضعیت خراب دی، خو دا نه باید یو تمام شوی او د نه بدلون وړ کار وبلل شي، بله راتلونکې هم امکان لري.»
کارپوهانو ټينګار کړی، چې د طالبانو د پراخ ځپنې سره مقابله یوې «هر اړخیزه» کړنلارې ته اړتیا لري او دغه کړنلار باید د فشار، اصولي نړیوال ملاتر او نړیوال حساب ورکونې ټولګه وي، له هغې ډلې یوه داسې هر اړخیزه او ځواکمنه پلټونکې کړنلاره، چې بشپړ واکونه ولري.
کارپوهانو وايي، جنسیتي توپیر باید جرم وګڼل شي او له مدني ټولنې په ځانګړې توګه له هغو بنسټونو چې ښځې یې اداره کوي ملاتړ وشي. په دې اقداماتو کې د جنستي توپير جرم کول، د مدني ټولنې- په ځانګړې توګه د ښخو بنسټونو لپاره د ملاتړ پیاوړتیا او د بودجې زیاتوالی شامل دی.

کارپوهانو ویلي:«موږ ټينګ باروي یو، چې په افغانستان کې بدلون تر ټولو ښه پایله هغه مهال لرلی شي، چې د دغه هېواد د خپلو وګړو له خوا یې مشري وشي، خو هغوی نه شي کولی په یوازې ځان دا کار تر سره کړي، په پيستون کې نړیوال اصولي، متمرکز، دوامداره او ریښه لرونکی ملاتړ خورا مهم دی. د هېڅ ډول اقدام نه کولو پرته د طالبانو ځپوونکی موتی ورځ تر بلې پياوړی کېږي. د افغانستان د خلکو تر څنګ درېدل هم اخلاقي دنده او هم د بشري حقونو مسوولیت دی، دا کار نه یوې د افغانستان د خلکو، بلکې د نړیوالې ټولنې په ګټه هم دی.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه