د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د آزادۍ جبهه: طالبانو په تېرو څلورو کالونو کې د پخواني پوځ ۳۰ ښځینه غړې وژلې دي

16 اگست 2025
د آزادۍ جبهه: طالبانو په تېرو څلورو کالونو کې د پخواني پوځ ۳۰ ښځینه غړې وژلې دي

AFP

د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یوې جبهې پر افغانستان د دغه ډلې د واکمنۍ په څلورمه کلیزه کې اعلان کړی، چې طالبانو په دې څلورو کلونو کې د مخکني نظام د پوځ ۳۰ ښځینه غړې وژلې دی.

رخشانه: دغې جبهې نن (شنبې د زمري ۲۵ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل شوی او د خپل تاریخ تر ټولو سخت دوران تېروي.

د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي:«له کار او زده کړو او په ټولنه کې د ښځو او نجونو محرومیت ورځې تر بلې پراخ او ژور شوی، چې د جنسیتي توکمپالونکي نظام روښانه بېلګې وړاندې کوي، سیستماتیک تبعیض او قومي، ژبني، او مذهبي پاکوالي د خلکو د ژوند ټولې برخې نیولي دي.

یادې جبهې زیاته کړې، یوازې تېر کال د پخواني نظام د پوځ ۲۰۹ غړي د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د طالبانو له خوا وژل او ترور شوي او ۱۴۵ نور د دغه ډلې له خوا نیول شوي، زنداني شوي او شکنجه شوي دي.

د آزادۍ جبهه وايي، ځواکونو یې په کابل، کندوز، تخار، بغلان، بلخ، کاپيسا، هرات، فاریاب، پروان، پنجشېر، سرپل، لغمان او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو پر مرکزونو، خځو، چک پاینټونو او راټولېدو پر ځایونو ۸۸ بریدونه تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۷۴ نور ټپيان شوي دي.

د آزادۍ جبهې په خبرپانه کې راغلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونود «افغانستان د خلکو، د ښځو پر عزت او عفت او د نارینه وو په حیثیت او وقار» باندې تېری کړی او د دغې ډلې مرکزونه، قرارګاوې، بندخونې او زندانونه د افغانستان د مبارزو، پوهو او زړه ورو ښځو او نجونو په تېریو، ربړونې او تجاوز لړلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د آزادۍ جبهې د طالبانو له لوري پر رسنیو محدودیتونو ته په اشارې ویلي«د بیان آزادي، د رسنیو آزاد فعالیت او معلوماتو ته د افغان وګړو د لاس رسي حق په یوه افسانه او د افغانستان د ښځونو او پوهنتونو تعلیمي نصاب د دغه ډلې له خوا د مغز منځلو او ترهګرۍ د سرتېرو» په مرکز بدل شوی دی.

دغه جبهې ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو سره د طالبانۍ، افراطیت او ترهګرۍ مدرسې زیاتې شوې، افراطیت تر کورنیو پورې پراختیا موندلې او د ناوړه ګټې اخیستنې، اجباري او کم عمره ودونو او نورو ټولنیزو زیانونو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي«د ښځو د هڅو، غوښتنو، اعتراضونو او قربانیو ته په درناوي سره.» دوی د طالبانو د نظام د نسکورولو لپاره کار کوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه