د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د یوناما مشره: له ایران او پاکستان څخه ایستل شوې مېرمنې او ماشومان له زیات ګواښ سره مخ دي

18 اگست 2025
د یوناما مشره: له ایران او پاکستان څخه ایستل شوې مېرمنې او ماشومان له زیات ګواښ سره مخ دي

روان کال له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو (یوناما) د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا وايي، ښځې او ماشومان له لا زیات ګواښ سره مخ دي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) پورې تړلې پاڼې نن (دوشنبې د زمري ۲۷ مه) پر خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون زیاتو افغان کډوالو ایستلو، ملاتړي بنسټونه تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

یوناما لیکلي، ښځې او ماشومان له زیات ګواښ سره مخ دي او له ناورین او نورو کړاونو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې پراخو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

یاد بنسټ زیاته کړې، اوتنبایوا له ایران څخه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت د ارزولو لپاره د هرات اسلام کلا له پولې ته چېرته چې هره ورځ سلګونه ګډوالې کورنۍ هېواد ته راځي لیدنه کړې ده.
هغې د ایران څخه د راستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت له ارزولو وروسته ویلي، د هغوی ستنول له ستړیا، رواني ستونزو او نامعلومې راتلونکې سره مل دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې د نړیوالې ټولنې په بېړني ملاتړ ټینګار کړی ویلي یې دي، په روان کال کې د ۱.۳ میلیونه کډوالو ایستلو په داسې حال کې، چې ۷۰ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي، د هېواد پر مات او محدود کړای شوې وړتیا لا زیات فشار راوستی دی.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې ملاتړي بنسټونه او طالبان دې سترګې نه پټوي ځکه چې« نه اقدام کول به د خلکو د ژوند له لاسه ورکولو پر بیه پرېوځي.»
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ هم اعلان کړی وو، چې دوی افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو سره د بېړنیو مرستو د وړاندې کولو په حال کې دي، خو بودجه یې د ختمېدو په حال کې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ایران او پاکستان د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ته زور ورکړی دی. ایران په تېرو وروستیو څو میاشتو کې له یو میلیون او ۱۰۰ زره څخه زیات بې اسنادو افغان کډوال ایستلي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه