د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بامیانو کې د یوه کلي د اوسېدونکو شړل، بنټ: بې ځایه کول هېڅ وخت د منلو نه دي

19 اگست 2025
بامیانو کې د یوه کلي د اوسېدونکو شړل، بنټ: بې ځایه کول هېڅ وخت د منلو نه دي

د طالبانو له لوري د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ له «رشک» کلي څخه د کابو ۲۵ کورنیو په زور شړلو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ وايي، بې ځایه کول هېڅ وخت د منلو نه دي.


رخشانه: بنټ نن(سه شنبې د زمري ۲۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، دا مهال دوی د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د رشک د کلي د اوسېدونکو د اجباري ایستلو د ارزولو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په دې برخه کې، د یوې سوله ییزې او عادلانه حل لارې د برابرېدو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، طالبان باید نړیوالو نورمونو له هغې ډلې عادلانه محکمې، د معلوماتو دورې، اصلې مشورې او د زیان جبران معیارونو ته ژمن پاتې شي.

بامیانو کې سیمه ییزه سرچینو د (زمري ۶ مه) د دوشنبې ورځ رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، طالبانو د دې ولایت د والي په امر د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ د «رشک پشته غرغری» کلي ۲۵ کورونه مهر و لاک کړي او اوسېدونکي یې ترې په زور ایستلي دي.

د سرچینې په وینا، طالب پلاوي د «سترې محکمې دوه پرېکړه لیکونه» له پامه غورځولي، ۲۵ کورونه یې مهر و لاک کړي، ښځې، ماشومان او د کورونو توکي یې په زور له کورونو بهیر ایستلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

سرچینې زیاته کړې، بامیانو کې د طالبانو والي د دې ډلې د سترې محکمې هغه پرېکړه، چې دغه ځمکې د رشک کلي د ځایي اوسېدونکي دي، نه مني او وايي، د دغه کلي اوسېدونکي باید خپلې ځمکې کوچیانو ته پرېږدي.

په ورته وخت کې ځینې رسنیو د سیمه ییزه سرچینو په حواله لیکلي، طالب ځواکونو د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي یوه ځوانه نجلۍ نیولې وه، تر څو د دې کلي نارینه د دغه ډلې پرېکړه ومني او کلی خالي کړي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه