د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملالې بنسټ د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره له درې میلیونه زیات ډالر ځانګړي کړي

21 اگست 2025
د ملالې بنسټ د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره له درې میلیونه زیات ډالر ځانګړي کړي

د بشري حقونو فعالې او د نوبل جایزې ځوانې ګټوونکې ملالې یوسفزی د افغانستان د نجونو د زده کړو لپاره ۳.۲۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

رخشانه: آغلې یوسفزی تېره ورځ (چهارشنبې د زمري ۲۹ مه) ناوخته په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره لیکلي، دا پیسې یې د نجونو د زده کړو د دوام او د هغوی د حقونو د دفاع په پار ځانګړې کړې دي.

هغې لیکلي:«څلور کاله کېږي، افغان ښځو او نجونو د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره د زده کړو د ټولګیو، محکمو او ایتلافونو له لارې یو ژغورونکی غورځنګ رهبري کوي.»

آغلې یوسفزی ټینګار کړی، چې نوې او پراخه شوې بودجه به د نجونو لپاره د بدیل زده کړو چمتولو کولو او جنسیتي توپیر له منځه وړلو لپاره مالي ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ملالې صندوق د نوښت لوړ پوړې مدیرې سحر حلیمزی ویلي، دغه بنسټ له هغو نجونو ملاتړی دی، چې د جنستي توپیر پر ضد مبارزه کوي.

په هغه اعلامیه کې چې د ملالې بنسټ له خوا خپره شوې راغلي،:«د صندوق نوي ګډونوال اوس په افغانستان کې له لسو زرو زیاتو نجونو ته مخامخ او انلاین زده کړو ته د لاس رسي زمینه برابروي.»

په اعلامیه کې راوړل شوي:« د افغانستان لپاره د زده کړو پل» د انلاین ټولګیو له لارې له شپږم ټولګي پورته ۱۰ زره نجونو لپاره زده کړو ته بشپړ لاس رسی برابروي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

په دې برنامه کې نجونې د ښوونځي د کتابونو سربېره، د ډېجیټال سوداي زده کړو، رواني- ټولنیز ملاتړ او روزنې مهارتونه هم زده کوي.

یاد بنسټ زیاته کړې، په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژنده نه یوازې د طالبانو د مسوول کولو لپاره خورا مهمه ده، بلکې دا به د هېوادونو له لوري د مرستو، دیپلوماتیک تعامل او د کډوالو د ساتنې پر څرنګوالي هم اغېز وکړي.
د دغه بنسټ په وینا، دا خبر د ملالې صندوق د نوې پنځه کلنې ستراتېژۍ د پیل وروسته راځي، چې موخه یې د نجونو د زده کړو د حقونو او سرچینو د خوندي کولو لپاره په نړیواله کچه د ۵۰ میلیون ډالرو مرستې ځانګړي کول دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه