د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ تنه په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي

21 اگست 2025
طالبانو د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ تنه په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي

د طالبانو د سترې محمکې له لوري د خپرې شوې اعلامیې پر اساس، دغه ډلې روانه اوونۍ د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په کابل، کاپیسا، بدخشان او سرپل ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه شمېر کسان د «غلا، نامشروع او له واده بهر جنسي اړیکو» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د یکشنبې ورځ د (زمري ۲۶ مه) د یوې ښځې په ګډون څلور تنه د «غلا او له واده بهر جنسي اړیکې» په تور په کابل کې په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د «له واده بهر جنسي اړیکې» په تور د کابل په چهار آسیاب ولسوالۍ کې په عام محضر کې ۳۹ دورې و وهل شول.

دغه دوه تنه د کابل په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا په یوه او درې کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

دوه نور کسان د «غلا» په تور په کابل ښار کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې و وهل شول.

دغه دوه کسان د کابل ښار د جزا او دیوان محکمې د پرېکړې له مخې په درې کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د دوشنبې ورځ د (زمري ۲۷ مه) یو تن «د نامشروع اړیکو» په تور د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهل شوی دی.

دغه کس د کاپیسا په حصه اول ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له لوري د شپږ میاشتې تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د چهارشنبې ورځ د (زمري ۲۹ مه) د څلورو ښځو په ګډون ‍‍۱۱ تنه په بدخشان او سرپل ولایتونو کې د بېلا بېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د «لواطت» په تور د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او د دوه کاله تنفذي بند سزا هم ورته اورول شوې ده.

د څلورو ښځو په ګډون لس تنه نور بیا د «نامشروع او له واده بهر جنسي اړیکو» په تور د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسانو ته د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا له اتو میاشتو تر څلورو کلونو پورې د تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه