د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بدخشان او بلخ کې ترافیکي پېښو د دوه ښځو په ګډون د شپږو تنو ژوند واخیست

25 اگست 2025
بدخشان او بلخ کې ترافیکي پېښو د دوه ښځو په ګډون د شپږو تنو ژوند واخیست

په بلخ او بدخشان ولایتونو کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له امله د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه مړه شوي او د شپږو نارینه وو، دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

رخشانه: بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې له سړک نه د یوه موټر د اوښتو په پایله کې، د دوه ښځو په ګډون درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ښځو، دوه نارینه وو او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبې د وږي ۲ مه) د راغستان- فیض آباد پر لویه لار د راغستان ولسوالۍ د «پطیر» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د موټر ټوله سورلي د یوې کورنۍ غړي دي او موټر یې له سړک څخه اوښتی دی.

د دغې پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو له روغتیايي وضعیت څخه یې معلومات نشته.

بلخوا بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم ویلي، په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دغه پېښه د حیرتان – مزارشریف پر لویه لار د سورلۍ د یوه موټر له سړک د اوښتو او چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د دغې پېښې ټپیان د درملنې په موخه ابو علي سینا بلخي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د څو ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ډېری دغه پېښې د سړکونو د خرابوالي او سور د کمښت، له حده زیات ګړندي تګ، ترافیکي قوانینو نه مراعت کولو او موټرو د زړښت له امله رامنځ ته کېږي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه