د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو یو ځل بیا په خبري ناسته کې د یوې ښځینه خبریالې غږ او انځور پرې کړ

26 اگست 2025
طالبانو یو ځل بیا په خبري ناسته کې د یوې ښځینه خبریالې غږ او انځور پرې کړ

AFP

افغانستان کې پر رسنیو د محدویتونو په دوام، طالبانو یو ځل بیا په یوه ژوندۍ خبري ناسته کې د یوې ښځینه خبریالې غږ او انځور پرې کړ.

رخشانه: د دغې ښځینه خبریالې غږ او انځور نن (سه شنبې د وږي ۴ مه) کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري ناستې پر مهال پرې شو.

دا په روان لمریز کال کې درېیم ځل دی، چې طالبان په ژوندیو خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږونه پرې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دې ډلې د حکومت پنځه کلنه تګلاره اعلان کړه او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلوېزیون یاده ناسته په ژوندۍ بڼه خپروله.

مجاهد په دې ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د طالبانو برنامه کې د نجونو زده کړه په کومه برخه کې ځای لري، و ویل، دا یوه «کوچینۍ موضوع» ده. هغه په هېواد کې د نجونو د زده کړو په اړه یوې بلې پوښتنې ته هم ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د امربالمعروف د قانون پر بنسټ، چې تېر لمریز کال د دې ډلې د امربالمعروف وزارت له خوا توشیح شو، د ښځې غږ «عورت» ګڼل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې هم د دې ډلې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او سټنډرډ ادارې په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ او انځور د طالبانو د رسنیو د چارواکو له خوا پرې شوي وو.

طالبان واک ته له رسېدو وروسته پر رسنیو د محدودیتونو لګولو سره د لسګونه غږیزه، تصویري او چاپي رسنیو د بندېدو او سلګونو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د بې دندې کېدو لامل شول.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه