د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان هرات کې د ښوونیزو مرکزو چارواکو ته: په ټولګیو کې د زده کوونکو نجونو مخونه باید ښکاره نه شي

27 اگست 2025
طالبان هرات کې د ښوونیزو مرکزو چارواکو ته: په ټولګیو کې د زده کوونکو نجونو مخونه باید ښکاره نه شي

هرات کې سیمه ییزه سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د ژبو ښوونیزو مرکزونو چارواکو ته ویلي، چې په ټولګیو کې د زده کوونکو نجونو مخونه ښکاره نه شي.

رخشانه: هرات کې د یوه ښوونیز مرکز یوه مسوول د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه امر تېره ورځ (سه شنبه د وږي ۴ مه) د طالبانو د امربالمعروف رییس د ښوونیزو مرکزونو له مسوولینو سره به ناسته کې مطرح کړی دی.

د سرچینې په وینا، هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رییس په دې ناسته کې ټينګار کړی، چې نجونې باید مناسبې جامې پر تن کړي او «چادر نماز، ماسک او له هېڅ ډول سینګار پرته ښوونیزو مرکزونو ته لاړې شي.»

سرچینې زیاته کړې:«په خواشینۍ سره محدودیتونه خورا سخت او درانه دي، موږ تېره ورځ ژمنه وکړه، چې په ټولګیو کې به د زده کوونکو نجونو مخونه لوڅ نه وي.»

د رخشانې رسنۍ د سرچینې د خبرو پر بنسټ، په ټولګي کې د شتون لپاره د چادرنماز اغوستل الزامي دي او یوازې هغه نجونې په ټولګیو کې د شتون اجازه لري، چې چادرنماز او ماسک ولري.

په ورته وخت هرات کې د یوه ښوونیز مرکز یو شمېر زده کوونکو هم تایید کړه، چې د انګلیسې ژبې د ښوونیز مرکز ښخینه خدمتي کارکوونکې د دوی د جامو څارنه کوي او له «چادرنماز» پرته نجونو ټولګیو ته له ننوتو مخنیوی کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

د طالبانو له لوري د دغه محدودیتونو په پلي کولو سره ښوونیز مرکزونه هم د دغه ډلې لارښوونې تعقیب کړې او د حجاب د تبلیغ لپاره یې بېنرونه لګولي دي.

په دغه بېنرونو کې یو چې انځور یې رخشانې رسنۍ ته رسېدلی، یوه ښځه ښيي چې د طالبانو د غوښتنو سره سم حجاب یې کړی او په هغې کې حجاب د ښځې«خوندیتوب» او «غزت» بلل شوی دی.

طالبانو پر هېواد په خپله څلورکلنه واکمنۍ د ښخو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره هغوی په ښوونځي کې له زده کړو او پوهنتونونو کې له تحصیل څخه منع کړې دي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه