د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کابل کې ترافیکي پېښې ۲۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپيان کړل

27 اگست 2025
کابل کې ترافیکي پېښې ۲۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپيان کړل

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د کابل پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس موتر د چپه کېدو په پېښه کې ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

رخشانه: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه پېښه نن سهار(چهارشنبې د وږي ۵ مه) د کابل- کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د قانع په وینا، یو ۵۸۰ مسافر وړونکی بس موټر چې له هرات نه د کابل پر لور روان وو، د ارغندۍ په سیمه کې له سړک نه اوښتی او وروسته چپه شوی، چې په پایله کې یې ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

هغه د دغې پېښې د قربانیانو د هویت، جنسیت او ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

دا پېښه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې تېره اوونۍ هم ۸۰ تنه هرات ولایت کې د یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله، چې ټوله سورلي یې له ایران څخه راغلي کډوال وو مړه شول.

په دې اړه نور ولولئ...

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

هر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونه کسان د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ترافیکي پېښو قرباني کېږي.

ډېری دغه ډول پېښې له قانوني حده زیات ګړندي تګ، د ترافیکي قوانینونو نه مراعت کولو، د سړکونو د تنګوالي او غیر معیاري والي او موټرو د زړښت له امله رامنځ ته کېږي.

اړوندې لیکنې

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه