د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پر خوست د پاکستان هوايي برید، درې ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي

28 اگست 2025
پر خوست د پاکستان هوايي برید، درې ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي

خوست کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت په سپېرې ولسوالۍ، د پاکستان په هوايي برید کې درې ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز خبریالانو ته و ویل، دغه پېښه د چهارشنبې په شپه د (وږي ۵ مه) شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د سپېرې ولسوالۍ د سورکاخ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا د پاکستان بې پیلوټه الوتکې د «حاجي نعیم ګل» په نوم د یوه کس پر کور بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې د هغه درې ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنۍ پنځه غړي یې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه بلل شوی دی.

خوست کې د طالبانو د والي ویاند د یادې پېښې د قربانیانو د جنسیت، عمر او هویت په اړه څه نه دي ویلي.

ګربز تایید کړه، دغه کس چې پر کور یې پاکستان هوايي برید کړی، یو عادي سوداګر دی او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري.

نن سهار د ننګرهار ولایت سیمه ییزه طالب چارواکو هم ویلي و، چې د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې په دوه هوايي بریدونو کې یوه ښځه او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

دغه پېښه هم د چهارشنبې په شپه د «وږي ۵ مه» ۱۱:۰۰ بجې د شینوارو ولسوالۍ د «اته ویشتمې ویالې» په سیمه کې رامنځ ته شوې، او په کې د شهسوار په نوم د یوه غیرنظامي کس کور وران شوی او د یوې ښځې په ګډون درې ماشومان په کې ټپيان شوي دي.

پاکستان د طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې له دې وړاندې هم څو ځلې د افغانستان ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د ځپلو په موخه ګڼ هوايي بریدونه کړي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه