د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو کابل کې هغو ښځو ته چې پټ سینګارتونونه لري، خبرداری ورکړی چې فعالیت بند کړي

28 اگست 2025
طالبانو کابل کې هغو ښځو ته چې پټ سینګارتونونه لري، خبرداری ورکړی چې فعالیت بند کړي

AFP

په هېواد کې د ښځو د کار پر وړاندې د طالبانو د محدویتونو پر دوام کابل ښار کې سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د دې ښار په یوولسمه ناحیه کې هغو ښځو ته چې پټ سینګارتونونه لري، خبرداری ورکړی چې خپل فعالیت ودروي.

رخشانه: کابل ښار کې یوې سرچینې رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغه امر تازه د کابل ښار د یوولسمې ناحیې لپاره د طالبانو د امربالمعروف امریت له لوري صادر شوی دی.

د رخشانې رسنۍ سرچینې ویلي، دغه امر په یوه غږیز فایل کې د سینګارتون لرونکو ښځو واټساپي ګروپ ته لېږل شوی او هغوی ته یې خبرداری ورکړی، چې خپل فعالیت ودروي.

د طالبانو د دغه لارښود له مخې، له دې وروسته هېڅ ښځینه حق نه لري، چې په کور یا هم دوکان کې د سینګارولو فعالیت وکړي. طالبانو آریشګرو ښخو ته خبرداری ورکړی، چې که سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په غږیز فایل کې چې د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړل شوی اورېدل کېږي، چې د عباسي په نوم د کابل ښار د ۱۱ مې ناحیې د مخورو شورا رییس، د کوڅې استازو، ګذر وکیلانو او قومي مخورو ته وايي، سینګاروونکې ښځې د فعالیت اجازه نه لري.

د یوولسمې ناحیې د مخورو شورا رییس ویلي:«د ۱۱ مې ناحیې د امربالمعروف آمریت د لارښود سره سم له دې وروسته هېڅ [ښځه] په کور، دوکان او لوړ پوړیزه ودانۍ کې د سینګارولو په برخه کې د فعالیت حق نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

هغه د خپلو خبرو پر دوام د ډلې غړو ته وايي، هغه ښځو ته چې په کورونو کې په پټه سینګارتونونه لري«سپارښتنه» وکړی چې خپل فعالیت ودري، که نه له هغوی سره«قانوني چلند تر سره کېږي او بیا به د شکایت حق ونه لري.»

په ورته وخت د کابل ښار د ۱۱ مې ناحیې د امربالمعروف یوه محتسب هم په دې غږیز فایل کې ویلي:«د سینګارتونونو موضوع یوه بدنامه او ناوړه پدیده، ده، چې باید «ډېر وخت وړاندې له منځه وړل شوې وای.»

هغه پر دوام د سینګارولو په برخه کې د ښځو فعالیت د «د اسلام له نظره خلاف» وباله وايي، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د علماوو شورا «باید ځای» د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو سره د «سینګارتونونو» له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

د طالبانو مشر د ۱۴۰۲ لمریز کال په زمري میاشت کې په ټول هېواد کې د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت د بندېدو حکم صادر کړ.

د راپورونو له مخې د دې امر په پلي کېدو سره ۱۲ زره ښځینه سینګارتونونه، چې د هېواد په ګوټ کوټ کې یې فعالیت درلود او کابو پنځوس زره ارایشګرو ښخو په کې کار کاوه، بې کاره شول.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه