د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشر حقونو له ۱۰۰ زیاتو مدافعینو د هزارګانو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو د اقدام غوښتنه کړې

29 اگست 2025
د بشر حقونو له ۱۰۰ زیاتو مدافعینو د هزارګانو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو د اقدام غوښتنه کړې

د بشر حقونو له ۱۰۰ زیاتو مدافعینو او مدني ټولنې بنسټونو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانستي لیک کې، د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د رشک د کلي د ۲۵ کورینو په زور ایستل په کلکه غندلي او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د سملاسي اقدام غوښتنه کړې.

رخشانه: دغه لیک تېره ورځ(پنشنبې د وږي ۶ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا په ادرس لېږل شوی دی.

په دې لیک کې راغلي، طالبانو په کوچیانو پورې تړلو وسله والو کسانو سره یو ځای د چنګاښ په میاشت کې په دې ډلیزه ایستنه لاس پورې کړی وو.

د یاد لیک لاسلیک کوونکو ټینګار کړی، چې د دغې پېښې په تعقیب د یاد کلي د ښځو، ماشومانو او عمرخوړلو کسانو په ګډون ۴۱ تنه اړ شوي، چې تښېتنه او په پټه ژوند وکړي.

لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی، چې دا یوازې یوه ځانګړې پېښه نه ده، بلکې په افغانستان کې د هزارګانو د ځپنې، سیستماتیکې ربړونې او ځمکو د غصب یوه پراخه لړۍ شمېرل کېږي.

هغوی له ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) څخه غوښتي، چې د کډه کړای شویو کورنیو د امنیت او بېرته ستنېدو تضمین وکړي، ځمکې او غصب شوي املاک بېرته خپلو اصلي څېښتنانو ته وسپاري او د هزارګانو پر کلیو د کوچیانو د پرلپسې یرغلونو مخنیوی وکړي.

دغه راز په دې لیک کې له یوناما غوښتیل شوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سړغړونو د عاملینو د څېړنې او محاکمې لپاره د حساب ورکولو یوه نړیواله کړنلاره رامنځ ته کړي.

لاسلیک کوونکو ټينګار کړی، چې د نه پاملرنې په صورت کې به د هزارګانو کورنۍ په ځانګړې توګه د رشک کلي اوسېدونکي د ډلیزې سزا او لا ځورولو سره مخ شي.

په دې لیک کې راغلي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته، هزاره ټولنه په پرلپسې توګه له خپلو ځمکو او جایدادونو محرومه یا اړ شوي، چې خپلې ځمکې بېرته له کوچیانو وپېري. کوچیانو د تېرو حکومتونو د زړو دعوو او تبعیضي پرېکړو پر اساس د هزارګانو له ځمکو د ګټې اخیستنې اسناد تر لاسه کړي او پر هغوی یې اضافي مالیې لګولې دي.

د دغه لیک لاسلیک کوونکو ویلي، په ورته وخت کې هزاره ګان په پرلپسې ډول د داعش تر بریدونو لاندې دي، چې د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور پر اساس د بشریت پر وړاندې جنایت ته رسېږي. دغه بریدونه هم لکه د ځمکو غصب، هېڅ وخت په جدي توګه نه دی پلټل شوی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

کابو یوه میاشت وړاندې طالبانو د دې ولایت د پنجاب ولسوالۍ د «رشک پشته غرغری» د کلي ۲۵ کورونه، د والي په امر مهر و لاک او د دې کلي اوسېدونکي یې په زور کډوالۍ ته اړ کړل.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم اعلان وکړو چې د هزراګانو د جبري کډوالۍ په اړه پلټنې کوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه