د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: ۹۲ سلنه افغانان د ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړي دي او هغه «مهمې» ګڼي

30 اگست 2025
ملګري ملتونه: ۹۲ سلنه افغانان د ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړي دي او هغه «مهمې» ګڼي

انځور: UN

له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو د ۱۴۳۹ ورځې سره سم د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی، چې د یوې نظر پوښتنې له مخې ۹۲ سلنه افغانان، د ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړي دي او د هغوی لپاره زده کړې«مهمې» بولي.

رخشانه: په ملګرو ملتونو پورې تړلي دغه بنسټ تېره ورځ(جمعه د وږي ۷ مه) پر خپله وېب پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په دې نظر پوښتنه کې کور په کور دوه زره او ۱۹۰ کسان، د نجونو د زده کړو په اړه پوښتل شوي دي.

د دې نظر پوښتنې د موندنو پر اساس په کلیوالي ټولنو کې ۸۷ سلنه نارینه وو او ۹۵ سلنه ښځو او په ښاري ټولنو کې ۹۵ سلنه نارینه او ښځې د نجونو له زده کړو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن ویلي:«نېږدې هر وخت لمړنی څه چې نجونې موږ ته وايي، دا دي، چې هغوی د زده کړو لېواله دي او غواړي یوازې د زده کړو لپاره فرصت ولري.»

هغې زیاته کړې:«دغه راز کورنۍ هم وايي، غواړي، چې لوڼۍ دا خوب ولري. هغوی پوهېږي، چې زده کړې او لوست په یوه داسې هېواد کې، چې نیم وګړي یې تر بېوزلۍ لاندې ژوند کوي، کولی شي د ژوند لارو ته بدلون ورکړي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې د ښځو پر زده کړو د طالبانو د محدودیتونو په صورت کې به تر ۲۰۲۶ کال پورې د ماشومانو ودونه ۲۵ سلنه، په نویو ځوانو شویو نجونو کې به له وخته وړاندې زېږون ۴۵ سلنه او مور او ماشوم مړینه به لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاته شي.

دغه راز یاد بنسټ وړاندوینه کړې چې د ښځو پر ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو، د طالبانو محدویتونه به د ۲۰۲۴ نه تر ۲۰۲۶ پورې، د افغانستان اقتصاد ته ۹۲۰ میلیون ډالره زیان واړوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې د دغه محدویتونو اغېز تر اقتصاد ها خوا دی او د راتلونکې په اړه د ښځو دا تصویر چې کولی شي کار وکړي، مشري وکړي، ګډون ولري په سیستماتیک ډول له منځه وړي.

همدارنګه یاد بنسټ موندلې چې د «د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیکو او دوامداره محدویتونو» سره سره ۴۰ سلنه افغان مېرمنې لا هم یوه داسې راتلونکې انځوروي، چې په هغو کې بدلون او برابري امکان لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې، کابو ۷۵ سلنه افغان ښځو او نجونو«خپل رواني حالت بد یا ډېر بد بللی دی.»
د یاد بنسټ د موندنو پر اساس، درې پر څلورمه برخه افغان ښځو ویلي، په ټولنو کې پر پرېکړو هېڅ اعېز نه لري. نیمايي له دې ښځو ویلي، ان په خپله کورنۍ کې هېڅ نفوذ نه لري.»

دغه بنسټ موندلې، ۴۱ سلنه ښځې په ورځ کې کم تر کمه یو ځل او ۱۴ سلنه ښځې یوازې په اوونۍ کې یو ځل له خپلو کورونو وځي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې، په هغه سیمو کې، چېرته چې په غیردولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو له خوا ډېر محدویتونه پلي کېږي، دا نظر پوښتنه د تلېفون له لارې تر سره شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د یاد بنسټ د موندونو پر اساس په ملګرو ملتونو پورې تړلو بنسټونو کې په کار بوختو ۹۷ سلنه ښځو ویلي، د طالبانو محدودیتونو د دوی پر ورځني ژوند منفي اغېز کړی دی.

دغه راز په ملګرو ملتونو پورې تړلي یاد بنسټ اعلان کړی، چې افغانستان کې له نیمايي زیاتو غیر دولتي بنسټونو ویلي، د طالبانو محدویتونو ښځو او نجونو ته د دوی لاس رسی او حیاتي خدماتو وړاندې کولو وړتیا اغېزمنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه