د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان ختیځ کې مرګونې زلزله، ۶۲۲ تنه مړه او ۱۵۵۵ نور ټپیان دي

1 سپتمبر 2025
د افغانستان ختیځ کې مرګونې زلزله، ۶۲۲ تنه مړه او ۱۵۵۵ نور ټپیان دي

انځور: د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ/ رخشانه میډیا ته لیږل شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خپرو شویو وروستیو شمېرو له مخې، د تېرې شپې په سخت زلزله کې یوازې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۶۲۲ تنه مړه او ۱۵۵۵ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغه زلزلې ډېری قربانیان ښځې، ماشومان او سپین ږیري دي.
دغه زلزلې تېره شپه کابو ۱۲ بجې د کونړ ولایت نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپه دره ولسوالۍ سختې ولړزولې. په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۱۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د قانع په وینا، د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې کې هم د زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، دا لومړنۍ شمېرې دي او تر اوسه د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو کره شمېره نه ده معلومه.

د سیمه ییزه رسنیو د راپورونو له مخې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ، څو کلي په بشپړه توګه ویران شوي دي.

طالبانو ویلي، مرستندویه ټیمونه او د سیمې خلک مرستې ته رسېدلي او دا مهال د خلکو په ژغورنې بوخت دي.

په ورته وخت د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس لیکلي، لغمان ولایت کې هم د زلزلې له امله ۳۰ تنه چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ننګرهار کې د رخشانې رسنۍ ځايي خبریال وايي، له تېرې نیمې شپې تر سهار پورې څو ځلې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه لړزولي دي.

لومړۍ زلزله د ریشتر په حساب شپږ درجې وه، چې د شپې ۱۱:۴۷ دقیقې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار څېرمه په ۲۷ کیلومتره ژوروالي کې رامنځ ته شوه.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه