د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې له زلزلې وروسته د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله شپږ امیدواره مېرمنو ژوند بایللی دی

1 سپتمبر 2025
کونړ کې له زلزلې وروسته د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله شپږ امیدواره مېرمنو ژوند بایللی دی

د کونړ مرکز اسعدآباد ښار کې سیمه ییزه سرچینې وايي، دغه ولایت کې د مرګونې زلزلې د ټپیانو څخه شپږو امیدواره مېرمنو، د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

رخشانه: د کونړ د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغو شپږو امیدواره مېرمنو نن (دوشنبې د وږي ۱۰ مه) ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، دغو شپږو امیدواره مېرمنو ته له زلزلې او کورونو د چتونو لوېدو وروسته خونریزي پيدا شوې او ماشومان ې سقط شوي وو، خو د ډاکترانو د کمښت له امله روغتون ته د لېږد پر مهال یې خپله هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رخشانې رسنۍ سرچینې زیاته کړه، دغه مېرمنې د لرې پرتو سیمو څخه وې او روغتیايي خدماتو ته نه لاس رسی او د ښځینه ډاکترانو کمښت یې د مړینې اصلي لامل وو.

طالبانو د خصوصي روغتیايي انستېتیوتونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې او هغوی یې په دې برخه کې له زده کړو محرومې کړې دي.

په ورته وخت د سیمې اوسېدونکي د بېړنیو مرستو او د دغې مرګونې طبیعي پېښې ټپیانو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

طالبانو ویلي، د هېواد په ختیځ کې د شوې مرګونې زلزلې د مړو شویو شمېر ۸۱۲ تنو او د ټپیانو شمېر ۲ زره او ۸۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

یوازې کونړ ولایت کې تر اوسه ۸۰۰ تنه وژل شوي او دوه زره او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي او څو کلي د تېرې شپې د زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

خپرې شوې شمېرې وروستۍ نه دي او هره لحظه امکان لري بدلون وکړي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه