د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو مرسته او ملاتړ

1 سپتمبر 2025
د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو مرسته او ملاتړ

د هېواد په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په ترځ کې ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دې بنسټ مرستندویه ټیمونه د بېړنیو مرستو او ژغورنې په موخه سیمې ته لېږل شوي دي.

رخشانه: تېره شپه (یکشنبې د وږي ۹ مه) کابو ۱۲:۰۰ بجې د ریشتر په کچه ۶.۲ درجې، زورورې زلزلې د هېواد ختیځ، کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونه سخت ولړزول. د وروستیو شمېرو له مخې تر اوسه ۶۲۲ تنه وژل شوي او ۱۵۵۰ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو نن سهار(دوشنبې د وږي ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د افغانستان په ختیځ کې د «ویجاړونکو» زلزلو له امله سلګونو تنو ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

یاد بنسټ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده او اعلان یې کړی، چې د دغه سازمان بنسټونه، د قربانیانو سره د مرستې او ژغورنې په موخه سیمې ته لېږل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د هېواد په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله د خلکو سره خواږي څرګنده کړې او د دغه پېښې د ټپيانو لپاره یې د روغتیا غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټیمونه منسجم شوي او زیانمنو کسانو سره به د مرستې په پار هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

په ورته وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنټ هم د قربانیانو له کورنیو او ځپل شوې ټولنې سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی ټيمونه هم په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د دغه پېښې د ټپيانو په بېړنۍ درملنې ټینګار کړی وايي، د خدماتو په وړاندې کولو سره، د خلکو د ځان ژغورنې په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم اعلان کړی، چې د خپلو بشري شریکانو سره یو ځای د پېښې په ځای کې شتون لري او د بېړنیو مرستو رسولو هڅې یې پیل کړې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم ویلي، له خپلو شریکانو سره یو ځای په سیمه کې شتون لري، تر څو د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړونکې زلزلې له زیانمنو سره روغتیايي، رواني- ټولنیزې مرستې وکړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه